1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستانکزی: نه پخلا کېدونکي طالبان به دړي وړي کړو

۱۳۹۴ دی ۲۲, سه‌شنبه

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزير وايي چي د دولت هغه مخالفین به چي د سولي له پروسې سره نه یوځای کیږي د امنیتي قواوو له خوا دړي وړي سي.

https://p.dw.com/p/1Hbvr
انځور: dapd

د دفاع وزارت سرپرست وزير معصوم ستانکزی چي د سه شنبه په ورځ د مشرانو جرگې ته د امنیتي مسایلو د پوښتنو په خاطر وربلل سوی وو، د افغانستان جنگ یې ډیر پيچلی وباله او ویې ویل چي پر طبیعي ذخایرو او مخدره موادو باندي اختلافاتو د خلگو له پاره یو لوی غم او درد رامنځته کړی دی.

دا هم په داسي حال کي ده چي د دوشنبه په ورځ په اسلام اباد کي د څلور اړخیزي ډلي غونډه جوړه سوې وه او گډون کوونکو موافقه وکړه چي د سولي خبري دي ادامه پیدا کړي. په پام کي ده چي د دغو خبرو دوهمه دوره په کابل کي تر سره سي.

ستانکزي د مشرانو جرگې په عمومي جلسه کي وويل چي حکومت جدي تصمیم لري، څو له هغو کسانو سره وجنگیږي چي سوله نه مني. د هغه په خبره: «هغه کسان چي افغانان دي او غواړي د سولي له پروسې سره یوځای سي باید هغوی ته سیاسي فضأ مساعده سي، چي د سولي په خبرو کي برخه واخلي.»

د دفاع وزارت سرپرست ټينگار وکړ، چي سوله یوازي په زاریو سره په لاس نه راځي د هغه په خبره :«تر هغه وخته پوري چي یوې پوره سولي ته رسیږو، تر هغو پوري چي تشدد دوام لري او ترهغو پوري چي د مخالفینو نظامي فعالیتونه دوام لري، د افغانستان د وسله وال ځواک دنده ده چي په قاطعیت سره عمل وکړي.»

له کومو ډولو سره سوله؟

تر اوسه پوري لا معلومه نه ده چي د حکومت کوم مخالفین د سولي له پروسې سره یوځای کیږي. افغانستان اوس د طالبانو له یوې ډلي سره مخامخ نه دی، بلکي د هغوی د ویشل کیدو له کبله د څو ډولو سره مخامخ دی.

د داعش ډله او خارجي ترهگر چي د شمالي وزیرستان د جنگونو له کبله د افغانستان په مختلفو ولایتو کي ځای پر ځای سوي دي او جنگ یې نور خونړی او شدید کړی دی، د سولي له پروسې سره نه یوځای کیږي. د افغانستان جمهور رئيس اشرف غني څوواري ویلي دي چي بهرني ترهگر باید له افغانستان څخه ووزي.

د گټو پر سر جنگ

د افغانستان د سولي پروسه ساده نه ده، ځکه چي بېلابېلي ډلي د مختلفو اهدافو او مقاصدو په خاطر وسلې اخیستي دي او د امنیتي ځواکونو پر ضد جنگیږي. محلي رقابتونه او د تاریاکو او کانو څخه د اقتصادي گټو پلاس راوړل هم اوضاع نوره سره پيچلې ده.

د دفاع وزارت سرپرست وویل چي د افغانستان د جنگ یوه برخه د اقتصادي گټو په خاطر تر سره کیږي: «د بدخشان د لاجوردو کان جنجال، د سروزرو د کانو او هغه کانونه چي په هلمند کي موجود دي، اوڅنگه چي هغه ټوله عایداتي منابع دي او چیري چي دغه ډول منابع وجود ولري، د تاریاکو څخه نیولې د مخدرو موادو تر قاچاق پوري دا ټوله د نارامۍ سبب گرځي.»

د ستانکزی په خبره محلي زورواکان چي د بدخشان د لاجوردو کان د پلاس راوړلو کوښښ کوي، په خپلو سیمو کي یې ترهگرو ډلو ته ځای ورکړی دی، څو له ناامنه فضأ څخه په استفادې سره د کان د اقتصادي منابعو څخه گټه واخلي.

آیا بدخشان د ترهگرو مرکز جوړیږي؟

په ۲۰۱۵م کال کي جنگ د افغانستان شمال او شمال شرق ته ورغځېد. بدخشان، تخار، کندوز، بغلان او فاریاب د سختو جنگو شاهد ول. سناتورانو خبرداری ورکړی چي که حکومت بدخشان ته توجه ونه کړي، نو دغه ولایت به د ترهگرو په مرکز باندي واوړي.

د گلالي اکبري په نامه یوې سناتوري وویل چي د مختلفو هیوادو ترهگر د بدخشان د وردوج، یمنگان او جرم ولسوالیو ته داخل سوي دي او د همدغو څلورو ولسوالیو د نیولو تصمیم لري.

دهغې په خبره: «هغوی محلي طالبان راټولوي او په عام محضر کي هغو ته وايي چي د ژمي په درو میاشتو کي دغو ولسوالیو ته سقوط ورکړي، څو موږ دلته د القاعده نظامي اډه اعلان کړو.»

د بدخشان دغه سناتوره زیاتوي چي ترهگر د محلي طالبانو په اختیار کي پوره مالي منابع ورکوي. دا هم پداسي حال کي ده چي د بدخشان دوې ولسوالۍ طالبانو نيولي او د بیلابیلو هیوادو ترهگر په دغو غرنیو ولسوالیو کي ځای پر ځای سوي دي.