1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستاسو ليکونه موږ جوابونه

۱۳۹۰ آبان ۵, پنجشنبه

سل ورځي کيږي چي په آلمان کي د توراو ژيړ ايتلاف حکومت کوي! توراو ژيړ يې په دې بولي چي د مسيحي او ليبرال ګوندونو د بيرغونو رنګونه تور او ژيړ دي

https://p.dw.com/p/LEW8
انځور: DW

 خو کله چي د ايتلاف  رسمي تړون باندي خبري کيدې  د مسيحي سوسيال ګوند چي  آلماني مخفف يي CSU دی، مشر  هورت زيهوفر  ټينګار پر دي ؤ چي د ايتلاف نوم بايد مسيحي - ليبرال وي . هغه يو نوم چي د هغو ارښتنو ويندويي وکړي چي نوموړي ګوندونه اوصولا پري  ايمان لري، خو له خپل  ټولنيز ضد مالياتي سياست سره د  تور- ژيړ د ايتلاف د نوموړي نوم د ارزښتونو  نښه نښانه هم چا ونه وليدله.  د ليبرال ديموکرات د ګوند مشر، ګيدو وستر ويلي چي په  ايتلافي حکومت کي د بهرنيو چارو وزير  دي، د خپل ګوند په يوي کلني غوڼدي کي څه موده مخکي له ليبرال پالو څخه حتي  د يوي روحي - سياسي  بدلون لپاره غږ وکړ. خو پوښتنه دا ده چي دغه بدلون کومي خواته درومي؟ د نوي دولتي واکمني  په لور ، هغه چي  ښاغلي وستر ويلي يي د يو اصل په توګه وړاندي کوي؟ هغه يو دولتي واکمني چي ماليه ورکول کي  په  کي ګستاخي ګڼل ! ګستاخي خو لا څه کوي،  ګواکي څوک چي چمتو کيږي چي ماليه ورکړي لکه دا چي يو ناوړه عمل سرته رسوي.

د ښاغلي وسترويلي د نوي ليبرال تر شعار لاندي د طمطراقونو سره سره، نوي حکومت تراوسه پوري د عمل په ډګر کي  څه نه دي ښکاره کړي. د هغه لومړي سل ورځي د ايتلافي ګوندونو په خپل منځي شخړو او د خپلو ملاتړ کونکو په خدمت کي  تيري شوي ، هغه ملاتړ کونکي چي له ټاکنو خخه مخکي هغو ته د مالياتو د کمولو ژمني  شوي وي.  د هغو په جمله کي  د هوتلونو خاوندان ځانکړي مقام لري چي  ورته د عايداتي د مالياتو د کمولو وعده ورکړ شوي وه.  سربيره پر دي د ميراث د ماليي کمول او د  ستر عايد لرونکو لپاره د مالياتي آسانتياوي هغه نوري ژمني وي چي دغه اتيلاف کړي وه.  د روغتيايي خدماتو په سياست کي بنسټيز بدلون د  مسيحي - ليبرال د  ايتلاف د تړون بله ژمنه ده.  په خاصه توګه د ليبرال ديموکرات  يا FDP د حکومت د واکمني په تيرو سل ورځو کي  پاتي راغلي دي.  د تعجب وړ خبره بايد نه  وي چي  د دغه ګوند محبوبيت ، د يوي نظرياتي پوښتني له مخي په سلو کي لس ته راټيت شوي دي. خو د دغه ايتلاف ستر اړخ يعني مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال (CDU/CSU) ګوندونو باندي هم تور لګول کيږي چي  د حکومتوالي د تيرو مياشتو څخه يي په اغيزمنه توګه کار نه دي اخيستي او په خپلوډيرو ژمنو کي  پاتي راغلي دي. په خاصه توګه هغوي نه دي توانيدلي چي د دولتي پورونو او د اقتصادي کړکيچ له ډنډ څخه د ډوبيدو د مخ نيوي لاره پيدا کړي. د دي پرځاي، د چا خبره،  ليبرال ديموکرات د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو په  پوزه کي کړي اچولي او هري خواته يي چه غواړي په خپله خوښه يي کشوي.

د حکومت مشر، انګلا مرکل اجازه ورکوي چي  ليبرال ديموکراتان هر څه چي زړه غواړي هغه وکړي، لکه دا چي د ولس او خلکوپه وړاندي هيڅ ژمنه ونه لري،  حال دا چي د حکومت د واګي د اخيستو په وخت کي يي ويلي ؤ چي هغه د «آلمان د ټولو خلکو صدراعظمه» ده.

 هغه په دي هم ښه خبره ده چي ډيري خلک په دي هيواد کي د يوبل د لاس نيوي ، پيوستون او ټولنيز عدالت د يو سياست پلوي کوي، څرنکه چي  يوي ورستي نظرياتي پوښتني هم د دي خپري  پخلي کړي دي. خو د آلمان فدرالي حکومت د دي خبري  پروا هم نه لري.  هغه د مالياتو د کمولو سياست  باندي ټينګارکوي، هغه يو سياست چي اوس يو شمير  محافظ پال کار پوهان يي هم غلط ګڼي.

په بهرني سياست کي د آلمان د نوي ايتلافي حکومت لومړي مياشتي  د افغانستان د کندز ولايت د يوي هوايي ببماري په شخړي  باندي تيري شوي.  هغه يوه شخړه چي د انګلا مرکل د کابيني يو وزير، فرانس يوزف يونګ چي په پخواني حکومت کي يي د دفاع وزارت مسووليت په غاړه درلوده، له خپلي نوي مقام څخه استعفاء ته مجبوره کړ.

لنډه دا چي د نوي ايتلافي حکومت  د واکمني د لومړي مياشتو لاره  ډيره کنډ او کپره وه. آن دا چي د لندن د افغانستان د کنفرانس څخه لږ څه مخکي انګلا مرکل او د هغي دري وزيرانو کابو په يو وخت کي دري مختلف مطبوعاتي کنفرانسونه ورکړل تر څو په اصطلاح د افغانستان په وړاندي د فدرالي حکومت  د ګډي  ستراټيزي پيغام  عام خلکو ته ورسوي، دا په خپله د دغه ايتلافي حکومت په دننه کي د نه همآهنګي ښکارندوي دي.

د تبصري ليکونکي: بيتينا مارکس په پاي کي  وايي:

نه ! نه ! د آلمان د نوي  ايتلافي حکومت لومړي سل ورځي  قناعت بښونکي نه وي.   په دي وجه سخته ده چي په دغه حکومت باندي په راتلونکو درنيم کلونو کي چي د واکمني موده يي  پاتي ده، سړي باور او اعتماد وکړي.

بيټينا/ باري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري