سبا په افغانستان کي د «واوره او زده کړه » خپرونه شروع کيږي
۱۳۸۸ اسفند ۱۳, پنجشنبهيو جادوګر ملا غواړي يوه نجلی د هغه د پيري څخه خلاصه کي ، او هغه ځيني وشړي ، خو په آخره کښي د نجلی د ليونتوب علت پيری نه ، بلکه مين توب دی ، بيا صحنه تبديليږي او يوه مکاره بَن پر خپلي ځواني بَني باندي تور لګوي چه دا ټوله ورځ په کور کښي ناسته وي ، هيڅ کار نه کوي ، او هره ورځ يې ميړه ته شيطانت کوي .
دا د افغانستان دپاره د «واوره او زده کړه » د پروګرام هغه صحنې دي ، چه سبا شروع کيږي . خو دا لکه څنګه چه ددغه پروګرام مشره شکيبا بابري يې بيانوي ، د افغاني ټولني څخه راوتلي کيسې دي . دا وايي ،
« دا داسي کيسې ندي چه کاملأ د ځانه جوړي سوي دي ، بلکه دا د افغاني ټولني واقعيت هم دی، او حتی د وياندانو او نطاقانو دپاره دا کله کله عجبه وه ، چه داسي يو رول دي واخلي ، چه هغه يې په کور کښي عملأ تيريږي . »
داسي افغاني واقعيت او موضوعګاني چه هغه په پنځو سلسلو کي، لس لس برخي لري ، او د صحت ، ښځو او نجنو ، مخدره موادو ، تفاهم او زغم او ښوونه او روزنه باندي تقسيم دي .
ددغو موضوعګانو د جوړولو فکر اصلأ د ليکوالانو د طرفه رامنځته سو . موضوعګاني يوازي ډيري جدي او انتقادي ندي جوړي سوي ، بلکه هغه د ساعت تيری په منظور هم دي ، مثلأ د روغتيا په سلسله کښي د انا د کورني او پخپل سر طبابت په باب :
د آغاميرزا فاميل بيا که څه هم د انا د طبابت څخه په غذاب دی ، چه کله کله يې دواوي د کلي د خلګو د ناجوړۍ سبب هم کيږي ، خو بيا د علمي طبابت څخه ملاتړ کوي .
د روغتيا په سلسله کښي مامودر د «طبيبي انا» رول بازي کوي ، چه د 28 نورو وياندانو په جمله کښي يې ډير ښه کار کړی دی .
د «واوره او زده کړه » د پروګرام ټولي برخي په کابل کښي ډکي سوي دي ، او د پروګرام مشره بابري هم د هغه د ډکيدو پر وخت په کابل کښي وه .
دا وايي چه د صحنو د ډکولو پر وخت يې ډير ساعت تير ؤ ، که څه هم هغه آسانه کار نه ؤ .
بابری بيا وايي ،
«يوواري يوه نجلي چه ډيره غير فعاله او کراري خبري يې کولې ، نو بيا مادې ته وويل ، اوس نو دا ډول ، او په لوړ آواز خبري وکه ، نو هغه ؤ چه دا يووار په ژړا سوه ، چه زه يې په اوله کښي ډيره وبيرولم ، خو وروسته پوه سولم . ځکه چه دا د افغاني نجونو دپاره حتمي يو مثبت کار ندی ، چه په دا ډول پر خپل ځان متکي ښکاره سي . »
بابري اضافه کوي ، چه دا ډيره مهمه ده چه په کيسو کښي نجوني نه يوازي په کورو کښي د تشدد او جبري ودو قربانياني معرفي ، بلکه دقوي او قهرمانانو په حيث هم معرفي سي . مثلأ لکه د «واوره او زده کړه » د پروګرام د ښځو او نجونو په سلسله کښي چه يوه 24 کلنه کونډه او ډاکتره دداسي يوې قهرماني په حيث معرفي سوې ده ، او پر دې باندي قادره کيږي چه نه يوازي د خپل ليور سره د جبري واده څخه ځان خلاص ، بلکه خپله د ډاکټرۍ وظيفه هم بلاخره پر مخ بوزي .
د«واوره او زده کړه » پروګرام دځوانو افغانانو دپاره نه يوازي دزده کړي او اوريدلو پروګرام دی، بلکه د ساعت تيرۍ يو پروګرام هم دی .
Riedel, Melanie
کتونکی : محمد قاسم نوري