1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سبادستاکهلم په غونډه کي دافغانستان پر موضوع هم خبري کيږي

۱۳۸۸ شهریور ۱۲, پنجشنبه

داروپايي ټولني دبهرنيو چارو وزيران سبا دسويډن په پلازمينه ستاکهلم کي دمشورتي خبرو اترو دپاره سره را غونډيږي . خبري دوې ورځي دوام کوي او آجندا يې په لاندي ډول ده :

https://p.dw.com/p/JOUs
داروپايي ټولني دخارجه چارو وزيران
داروپايي ټولني دخارجه چارو وزيرانانځور: AP

دنژدې ختيځ لانجه ، دايران داټومي پروګرا م پر سر شخړه او دافغانستان دجګړې موضع ګاني .

په روان وخت کي سويډن داروپايي ټولني دجرګې مشري پر غاړه لري ، اوطبعا ددغي مشورتي غونډي مشري به هم دسويډن دبهرنيو چارو دوزير Carl Bildt پر غاړه وي .

دافغانستان موضوع :

که څه هم چي دافغانستان مساله په سټاکهلم کي داوروپايي ټولني دبهرنيو چارو دوزيرانو دمشورتي غونډي په آجندا کي نيول شوې ، خو ګمان نه کيږي چي په ستاکهلم کي دافغانستان او پاکستان په هکله داوروپايي ټولني ديوې نوي ستراتيژۍ په هکله په دغه غونډه کي خبري وسي ،ځکه په دې باب کار په بله سطحه روان دی .

د Financial times Deutschland په نامه آلمانۍ ورځپاڼه پخپله دپنجشنبې د ورځي په ګڼه کي ليکي، چي په تيره اونۍ کي داوروپايي ټولني دجرګې مشرتابه ددغي ټولني دټولو غړو هيوادود بهرنيو چارو وزيرانو ته ليکلي وه چي « داچي په افغانستان کي دنړيوالي ټولني مرستي او همکارۍ سره سمي ندي تنظيم شوي، او داچي دافغانانو دانګيزو او ظرفيتونوپه راجلبولو کي هم نيمګړتياوي ليدل کيږي ،او په تيره بيا په افغانستان کي دبيرته روغوني چاري يا په چټکۍ سره پرمخ ندي تللي ،يا داچي په دغه پرمختګونو کي تعادل ندی ساتل شوی،نو اوروپايي ټولنه هم په دې برخه کي قصور لري .» دمثال په ډول دامنيتي ځواکونو دروزني په برخه کي .

دنژدې ختيځ لانجه :

که څه هم چي په ستاکهلم کي داوروپايي ټولني دبهرنيو چارو دوزيرانو په دغه کتنه کي کومه پريکړه نه کيږي خو بياهم دوی بايد دنژدې ختيځ د لانجي په هکله فکر وکړي چي دنژدې ختيځ دسولي خبري څنګه په اغيزمن ډول پيل کيدلای شي . په نژدې ختيځ کي دسولي دپروسې دپرمخ بيولو په لاره کي اوروپايان څه نقش لوبولی شي .

له بله پلوه داوروپايي ټولني اود اسراييلو د صدراعظم بنيامين ناتان ياهو په مشرۍ داسراييلو دښي لاس محافظه کار اتلافي حکومت ترمنځ اړيکي ډيري سړې دي . ځکه چي اروپايي ټولني په زغرده ددې غوښتنه کوي چي دنژدې ختيځ دسولي دخبرو دپيل دپاره يو مهم شرط دادی چي داسراييلو حکومت بايد دعربوپه نيول شوو سيمو کي داسرايلي کډوالو دپاره داستوګنځاينو دجوړولو پروژې بندي کړي .

داروپايي ټولني لوی ډيپلومات خاوير سولانا نژدې ختيځ هيوادو ته تريوه سفر وروسته سيخ ستاکهلم ته راځي .

دستاکهلم دمشورتي خبرو په وخت کي به دغونډي برخه وال دهالينډ دبهرنيو چارو له وزير Maxime verhagen څخه دا غوښتنه وکړي چي داوروپايي ټولنۍ او سوريې ترمنځ دګډکار دهغه تړون ليک سره دي دمخالفت څخه لاس واخلي چي پر مسوده باندي يې په 2004 ميلادي کال کي موافقه شوې، خو لا تراوسه نده لاسليک شوې . ځکه چي هالند ورسره مخالفت کوي او وايي چي په سوريه کي روان سياسي حالات په دې ډول سره دي چي درژيم دسياسي مخالفينو سره ډير بد چال چلند کيږي او په سوريه کي داسي يو دولت نسته چي دقانون او عدالت پر بنسټ ولاړ وي . خو داوروپايي ټولني 26 نور غړي هيوادونه غواړي چي دسوريې اواروپايي ټولني ترمنځ دګډکار طرحه شوی تړون ليک بايد لاسليک کړای شي ،ځکه چي سوريه دنژدې ختيځ په لانجه کي مهم نقش لري . ددمشق حکومت په لبنان کي دحزب الله په نامه ددغه هيواد دشيعه مذهبو مسلمانانو دډلي ملاتړ کوي ، په غزه کي دوی دحماس داسلامي تند لاري ډلي ملاتړ کونکي بلل کيږي او دمشق دتهران داسلامي دولت سره نژدې اړيکي پالي . دهمدې روان ميلادي کال دآګست په مياشت کي دفرانسې جمهوررييس نيکولا سرکوزي داوړانديز هم کړی چي پاريس کولای سي دسوريې او داسراييلو ترمنځ منځګړيتوب وکړي ،خوکه چيري دواړه خواوي ددې کار غوښتونکي وي . ليکن امريکايان هم سوريه دهغه حکومتونو په کتار کي شميري ، چي دترهګرانو ملاتړ کوي .

دايران اټومي لانجه :

دايران داټومي لانجې په مساله کي به دستاکهلم په مشورتي غونډه کي پر دې موضوع باندي خبري وسي چي که چيري ايران دخپل اټومي پروګرام دپرمخ بيولو څخه لاس وانخلي نو ممکن ددغه هيواد پر ضد نوي اقتصادي بنديزونه ولګول شي . خو په دې هکله پريکړه به دملګرو ملتونو دټولني دامن دجرګي له خوا کيږي .

Dpa/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري