سايبري هېکري بريد څه شی دی؟ ـ انځوريز راپور
سايبري بريدونه د کمپيوتري قلفونه ماتوونکو يا هېکرانو له خوا تر سره کيږي. په دغه انځوريز راپور کي د سايبري بريدونو د لاملونو او اړخونو په تړاو نور معلومات لوستلای سئ:
تعريف
سايبر بريد د سره وصل سوو کمپيوترونو پر جال باندي قصدي حملې ته ويل کيږي. په زياتو مواردو کي دغه تعريف يوازي پر لويو کمپيوتري جالونو يا نېټ ورکس باندي د بريدونو له پاره صدق کوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
نا معلوم کسان
زيات وختونه سايبري بريد کوونکي کسان د پردې تر شا عمل کوي او خپل اصلي هويت او موقعيت نه بربنډوي.
کمپيوتري کارپوهان
د کمپيوترونو قلف ماتوونکي چي د سايبري بريدونو له پاره اړين وي، د کمپيوتري امنيتي نظامونو کارپوهان وي. هغوی د کمپيوترونو د چلوونکو سيسټمونو کمزورۍ پيدا کوي او د هغو کمزوريو له لاري کمپيوترونه يا د کمپيوترونو جالونه هېک کوي.
نړيوال سازمانونه
د سايبر يا انټرنټي مداخلو له لاري خصوصي کسان يا ډلې هم زهيرول کيدلای سي. د دغه ډول زهيرونو د مخنيوي له پاره دولتي او نړيوال سازمانونه هم وجود لري چي يو يې د ډيجيټل حقونو د بنسټ نړيوال سازمان دی.
بريدګر
سايبري بريد د يو کس، يوې ډلې، يا حتی دولتي ځانګړو ادارو له لاري تر سره کېدلای سي.
امنيتي ادارې
تقريبا ټول پرمختللي دولتونه خپل ځان ته د سايبري امنيت ساتنې له پاره ځانګړي دولتي ادارې لري. په دې ترڅ کي د بېلګي په توګه د آلمان پوځ د «ابوېر» ځانګړی مرکز هم لري.
استخباراتي ادارې
زياتي استخباراتي ادارې په خپلو جوړښتونو کي د سايبري بريدونو د مخنيوي ځانګړي جوړښتونه هم لري. لکه د بريتانيې د GCHQ اداره چي د ملي سايبري دفاع د مرکز په نوم جوړښت لري.
سايبري پوليس
دا چي انټرنټ او د کمپيوترونو جال د جنايتونه او جرمنو د ترسره کولو له پاره هم کارول کيږي، نو د نړيوالو ادارو تر څنګ بعضي دولتونه د پوليسو دننه ځانګړي سايبري څانګي لري چي د جرمنو پر ضد مبارزه وکړي، لکه د ايران د هيواد سايبري پوليسو اداره.
پر شرکتونو بريدونه
زيات وختونه د شرکتونو د محرمو معلوماتو او يا د هغوی څخه د باج اخيستلو په مقصد د هغوی پر کمپيوترونه سايبري بريدونه تر سره کيږي. همدا وجه ده چي زياتره لوی شرکتونه د خپلو محرمو معلوماتو او تجارتي رازونو د ساتنې له پاره د سايبري بريدونو څخه د دفاع خپلې څانګي لري.
سياسي اهداف
يو شمېر د کمپيوتر قلف ماتوونکي ډلې يا هېکري ډلې د سياسي اهدافو له پاره کمپيوتري قلفونه ماتوي یا هېک کوي يې. په دې ترڅ کي د دوو دښمنو هيوادونو سره تړاو درلودونکي ډلې يو د بل پر ضد اقدامات هم کوي. د بېلګي په توګه په دغه انځور کي د ايران د يوې سايبري ډلې ذکر کيدلای سي چي ځان ته د ايران سايبري پوځ خطاب کوي.
ترهګر
د سايبري بريدونو له لاري ترهګر یا سابوتاژ بريدونه هم تر سره کيدلای سي. زياتي ترهګري ډلې هم خپل ځانګړي کمپيوتري قلف ماتوونکي يا هېکران لري چي د سايبري بريدونه هڅي کوي.
مضر پروګرامونه
زيات وختونه مضر پروګرامونه چي د انټرنټ له لاري کمپيوترونو ته داخليږي لکه د ايميل يا برېښناليک له لاري يا پر ځانګړو پاڼو د ډاونلوډ يا د خلاصولو پر وخت. دغه مضر پروګرامونه چي بېلابېل نومونه لري او د وايرسونو په څېر له يو کمپيوتر ته بل کمپيوتر يا بشپړ کمپيوتري جال ته سرايت کولای سي، د سايبري بريد د تر سره کولو له پاره يوه آله وي.
دولتي سايبري بريدونه
سايبري بريدونه د دوو هيوادونو له خوا يو د بل پر ضد هم کارول کيدلای سي. د بېلګي په توګه به ۲۰۱۶ کال په امريکا کي د ولسمشرۍ د ټاکنو د کامپاين پر وخت داسي تورونه ولګول سول چي ګواکي د روسيې حکومت د سايبري بريدونو له لاري په دغو ټاکنو کي د اغېز لرلو هڅه کړې وه.
د کارپوهانو کمښت
زيات وختونه دولتي او په همدې راز خصوصي شرکتونه د سايبري بريدونو د مخنيوي له پاره کارپوهانو ته اړتيا لري. خو دغه کارپوهان په هغه شمېر موجوده نه دي لکه چي ورته اړتيا سته. د بېلګي په توګه د آلمان د پوځ ځانګړې سايبري ډله د دې ډول يو کمښت څخه سر ټکوي.
ټولنيزي رسنۍ
ټولنيزي رسنۍ لکه ټويټر او فيسبوک داسي يوه نړۍ رامنځ ته کړې چي پکښي په خپله انسانان د خپل ځان په هکله معلومات په رضا بربنډوي. کارپوهان وايي چي زيات کارونکي د په دې هکله سم معلومات او شعور نه لري چي د دوی له لاري پخپله بربنډ سوي کوم معلومات په آئنده کي دوی ته ګواښ جوړېدلای سي. د بېلګي په توګه د دغو معلوماتو پر اساس د شفرونو يا پاسورډونو ماتول آسانه بلل کيږي.
شخصي کمپيوترونه
کارپوهان وړانديز کوي چي شخصي کمپيوتر لرونکي د بعضو احتياطي تدابيرو په مرسته تر يو اندازې خپل کمپيوتر له سايبري بريدونو بچ کولای سي. د بيلګي په توګه بايد هغه کمپيوتر چلونکی سيسټم لکه وينډوز چي نوي اپ ډيټونه وړاندي کوي، بايد هميشه اپ ډيټ کړل سي. د دې تر څنګ د ناپيژندل سوو پروګرامونو د ډاونلوډ، په اعلاني برېښناليکونو کي د لينکونو خلاصول يا پروګرامونه ډاونلوډ کول بايد ونه کړل سي.
اينکريپټ يا قلف کول
کارپوهان وايي چي د خپلو کمپيوتري فايلونو او د پيغامونو د لېږد رالېږد پر وخت د هغوی اينکريپټ کول يا په ډيجيټل توګه د هغوی قلف کول تر زياتي برخي د بريدونو مخه نيولای سي. د دې تر څنګ د معتبره امنيتي پروګرامونو لکه انټي ويروس کارول ګتور بلل کيږي. [ترتيب کوونک: احمدولي اڅکزی]