1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سان سو چي په ١٨ مياشتې نظربندۍ باندې محکومه شوېده

۱۳۸۸ مرداد ۲۰, سه‌شنبه

په برما کې د حکومت د مخالفې ډلې مشره انگ سان سو چي په اته لس مياشتو نظربندۍ محکوم شوې ده، چې د دې مودې لپاره به په خپل کور کې تر څارنې لاندې نيول کيږي.

https://p.dw.com/p/J7Sx
Aung San Suu Kyiانځور: picture alliance/dpa

ورسره د امريکا د متحده آيالتونو تبعه جون يېتاو په اووه کاله جبري کار هم محکوم شوی دی.

دغه خبر نن په رنگون کې محکمې راپه ډاگه کړی دی. د نوبل د سولې د جايزې گټونکې ځکه محکمې ته راکښل شوې وه چې جون يېتاو يې د نظربندۍ په وخت کې خپل د هستوگنې ځای ته پريښی و، په داسې حال کې چې هغه پرته له اجازې ورغلی و. د محکمې لخوا د دغه حکم تر اورولو لږه موده مخکې د ملگرو ملتونو سر منشي بانکي مون يو ځل بيا غوښتي وو چې سو چي دې خوشې کړای شي. بانکي مون په برما کې، چې ميانمار هم بلل کيږي، پر حاکمو نظاميانو باندې غږ وکړ چې د دغې پرېکړې ناوړو پايلو ته دې ځير شي:

«ما په ميانمار کې د خپل سفر په ترڅ کې څرگنده کړه چې د هېوداونو نړيواله ټولنه له نظامي مشرتابهء څخه تمه لري، چې د انگ سان سو چي د محکوم کېدو پر پايلو باندې دې غور وکي او په دې لړ کې دې هغوی خپل مسووليت ادا کي او انگ سان سو چي دې خوشې کړي.«

د مخالف گوند 64 کلنې مشرې د تېرو نولسو کلونو څخه څوارلس کاله په بند کې تېرې کړې دي. د مۍ د مياشتې په سر کې د متحده آيالتونو يو تبعه د يو ډنډ د لارې د هغې د اوسېدو ځای ته ځان رسولی و او هلته يې دوه ورځې او شپې هم تېرې کړې وې. دا چې د دغه مېلمه په اړه يې چارواکو ته خبر نه و ورکړی، نو ځکه سو چي ته گواښ شوی و چې په پنځه کاله بند به محکوم شي. د تازه رپوټونو له مخې هغه اوس په اته لس مياشتو نظربندۍ محکوم شوله. د هغې د مدافع وکيلانو ويل چې د تخريبکارو عناصور په وړاندې قانون چې له مخې يې قضا پيل شوې وه، تر اوسه پورې لا اعتبار نه لري. نوی اساسي قانون تېر کال د يو رفرنډم يا ولسپوښتنې د لارې تصويب شوی و.

سياسي څارونکو د انگ سان سو چي په وړاندې قضا يوه نمايشي محاکمه وبلله چې صرف د يوې رشتينې قضا رنگ ورکړل شوی دی. ويل کيږي چې په نورو قضيو کې نظاميانو له سياسي مخالفينو سره لا ډېر ناوړه چلند کړی دی. گڼ شمېر مخالفين په ډېر وخت بند محکوم شوي دي. د نړۍ د بښنې د سازمان يا امنيستي انترنيشنل په وينا په برما کې 2100 سياسي بنديان شته. بانکي مون د هغوی خوشې کېدل هم وغوښتل:

«د هېوادونو نړيواله ټولنه تمه لري چې د ميانمار حکومت به د خپل هېواد د گټو په رڼا کې زما وړانديزونه په مناسب وخت کې عملي کي او نور سياسي بنديان هم ورو ورو خوشې کړي، تر څو هغوی د راتلونکي کال په ټاکنو کې ونډه واخيستلی شي.«

انگ سان سو چي دا هيله درلودله چې هغه به هم ډېر ژر له زندان څخه خوشې کړای شي او ډېر ژر به آزاد ژوند پيل کي. په بهر کې د چاپېدونکې ورځپاڼې »ميزيمه نيوس« د ليکنې له مخې يې يو شرکت ته دنده سپارلې وه چې د هغې کور د سره ترميم کړي.

نسيم صابر
کتونکي: يحيی وردک