سان سو چي اروپا ته سفر کوي
۱۳۹۱ خرداد ۲۴, چهارشنبهاعلان
د میانمر د دیموکراسي فعاله سان سوچي، له ۱۹۸۸ کال راهیسي د لومړي ځل له پاره اروپا ته سفر کوي. هغه به د چهار شنبې په ورځ سویس ته ورسیږي. هغه به په اروپا کې د دوو اونیو له پاره پاتې شي او له ناروي، ایرلند، بریتانیا او فرانسې څخه به لیدنه وکړي. په دې سفر کې به هغه همدا راز په رسمي ډول په ۱۹۹۱ کال کې هغې ته ورکړل شوې د نوبل د سولې جایزه ومني.