سان سوچي د امریکا له خوا د بنديزونو کمول غواړی
۱۳۹۱ شهریور ۲۹, چهارشنبهاعلان
د برما د اپوزیسیون مشره هونګ سان سوچي امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کي، د بهرنيو چارو له وزیري هیلري کلینتن سره کتلي دي. دې له دغه هیواد څخه وغوښتل چي د برما په مقابل کي دي خپل بنديزونه راکم کړي. کلینتن هم په برما کي د اصلاحاتو د پلي کولو په لاره کي د متحده ایالاتو له خوا خپل ملاتړ اعلان کړ. خو په عین حال کي دې له شمالي کوریا سره د برما د پوځي اړیکو د نزدې کېدو په اړه اندېښنه و ښووله. سان سوچي د برما د پوځي حکومت په وخت کي ۱۵کاله پخپل کور کي نظر بنده وه. د نوبل د سولي د جایزې دغه ګتونکې په ۲۰۱۰ میلادي کال کي ازاده سوه. په دغه کال پوځیانو خپل قدرت هم یوه ملکي حکومت ته وسپاره چی اوس ئې په دغه هیواد کي د اصلاحاتو پلي کول پیل کړي دي.