سان سوچي بیا د نظربندۍ د خطر سره مخامخ ده
۱۳۸۹ آبان ۲۸, جمعه« تر کومه حده چي زه پوهيږم، د ټاکنو د شفافيت په اړه ډيري پوښتني وجود لري . د درغليو ډير شکايتونه ثبت شوي دي . هغه کميټه چي زمونږ ګوند جوړه کړې ده، هغه به ددې په اړه پلټني وکړي او پخپل راپور کي به يې وړاندي کړي.»
دا خبري د سولي جايزه کټونکي سان سو چي د بي بي سي سره په يوه مرکه کي وکړې . په برما کي تر انتخاباتو وروسته د رايو د شميرلو پر مهال په ناڅاپي ډول په زرهاو د رايو پاڼي راپيدا سوې . دا زياتره د حکومتي مامورينو د رايو پاڼي وې چي دوی د حکومت په غوښتنه د رايي اچولو د رسمي نيټې د مخه خپله رايي بايد ورکړي وای . دغو رايو انتخابات د پوځي ګوند په ګټه تمام کړل .
سان سو چي وويل چي دا د نظربنديدو څخه ويره نه لري . خو دا غواړي چي خپل سياسي کار پر مخ بوزي .
د سان سو چي د خوشي کيدو وروسته دې د برما د نورو مخالفو ګوندونو د سياسي مشرانو سره ليدني کتني وکړې . دې وويل چي هغه د خپل ګوند يعني د ډيموکراسۍ ملي اتحاديې د بيا راژوندي کولو په هڅو کي ده . دې وويل چي دا په برما کي د سولي د لاري د ډيموکراسۍ د راوستلو لپاره د پوځي رژيم سره د خبرو اترو لار لټوي .
« زه نه غواړم چي د پوځيانو حکومت ړنګ کړم . زما هيله داده چي دوی د وطن سره رښتوني مينه پيدا کړي . زه غواړم چي دوی هغه کارونه وکړي چي ددغه هيواد په ګټه وي او چي څه د برما د وګړو خوښ وي . ولس غواړي چي ژوند يې ښه سي، امنيت ولري او خپلواکه اوسي . او پوځيان دې ته تمايل لري چي د امنيت په بهانه د وګړو خپلواکي او ازادي ورڅخه واخلي .»
سان سوچي تيره اوونۍ د اوو کلو د نظربندي وروسته آزاده شوه . په مجموعي ډول دې په تيرو 21 کلو کي 15 په بند کي تير کړل .
دې تيره اوونۍ د ايچ ايي وي ايډز د مريضانو لپاره يو دارالمساکين پرانيست . ددې ګوند غواړي چي په برما کي د ايډز د مريضانو لپاره ډير کار وکړي . د ملګرو ملتونو د اټکل د مخي په برما کي 000 270 کسان د ايچ ايي وي ايډز په ميکروب ککړ دي . او يوازي 100000 خلک د ايډز ضد ګران بيعه درملو ته لاس رسۍ لري . د رسمي اعدادو د مخي برما د نورو بې وزلو هيوادونو په پرتله په دغه برخه کي ډيري کمي مرستي تر لاسه کوي .
بوروفسکي / بريښنا صابر
کتونکی : محمد قاسم نوري