1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سانتورم د امريکا د جمهوري رياست له کاندیدۍ څخه تیر سو

۱۳۹۱ فروردین ۲۳, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14baE

د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوري رياست د انتخاباتو په سيالي کي د جمهوري غوښتونکو ګوند د مهم کانديد ميټ رومني له پاره اوس لار خلاصه سوه. ځکه چي دده سخت رقيب ريک سانتورم خپله کانديدي بيرته واخيستله. په پنسلوانيا کښي د ژورناليستانو په مخکي سانتورم وويل چي ده دغه تصميم د يکشنبې په ورځ د خپل فاميل سره په ګډه ونيوی.

دده درې کلنه لور په يوه جينيټيکي ناجوړۍ اخته ده او بايد د عيسوي اختر په ورځو کښي روغتون ته انتقال سوې وای. د بلي خوا ميليونر ميت رومني په ۲۴ ځايونو کښي مقدماتي انتخابات وړي دي. د سږکال په نومبرکي به په امريکا کي د جمهوري رياست انتخابات تر سره کيږي.