1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيات افغان ماشومان تر سختو شرایطو وروسته اروپا ته رسیدلي

۱۳۹۴ اسفند ۱۵, شنبه

تیر کال اروپا ته د نورو تر څنګ ډېر ماشوم مهاجر هم رسیدلي دي. د ماشوم مهاجرو په ډله کې تر نورو هیوادونو د افغانستان دا ډېر دي. که څه هم هغوی اوس په ښو شرایطو کې دي خو پر لاره یې ډیري سختۍ لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1I7i6
انځور: picture-alliance/dpa/B.Wüstneck

الیاس او د هغه ورور په مسکو کې ډیر سخت ژوند لاره. هغوی د سهار له څلورو بجو څخه د شپې تر اتو بجو پورې له موټرو بار کښته کاوه. هغوی په یوه کال کې یوازې دوه ورځې رخصتي لرله. له همدې کبله کله چې هغوی خبر شول چې ناروې خپله پوله پرانیستې ده، نو هغوی هم پریکړه وکړه چې ځان اروپا ته ورسوي.

الیاس او ورور یې د شپې له خوا د خپل رئیس دفتر ته ننوتل او له هغه ځایه یې ۱۰۰۰ امریکایي ډالر غلا کړل او د ناروې په لور خپل سفر یې په الوتکه، بایسیکل او پښو پیل کړ.

اوس ۱۷ کلن الیاس د ناروې په التا کې تر اتلس کلونو د ټیټ عمر لرونکو کډوالو له پاره په یوه کمپ کې اوسیږي. هغه اوس دې ته په تمه دی چې د ناروې حکومت ورته روښانه کړي چې ایا بیرته به مسکو ته واستول شي او که نه.

الیاس وایي: «زه د شپې له خوا خوب نه شم کولای. کله چې زه خپلې سترګې پټوم نو ټولې بدې پیښې مې راپیاديږي.»

الیاس یو له هغو لسهاو زره افغان ماشومانو څخه دی چې تیر کال اروپا ته راورسیدل او د پناه غوښتنه یې وکړه. یوازې سویدن ته ۲۰ زره افغان ماشوم کډوال رسیدلي دي.

د سویدن د کډوالو په اداره کې د افغانستان د څانګې کارپوه اندریس رایدن، وایي: «زه له ډیر وخت راهیسې په دې برخه کې کار کوم خو ما داسې وضعیت تر اوسه پورې نه ؤ لیدلی.»

په اروپا کې د کډوالو د روان کړکیچ پر مهال ډیر شمیر تر اتلس کلونو ټیت بې سرپرسته ماشومان رسیدلي چې اوس په کمپونو کې وخت تیروي. په ناروي او سویدن کې تیر کال له هرو پنځو کډوالو څخه یو داسې ماشوم وو چې کوم لوی کس ورسره مل نه وو. په ټولو اروپايي هیوادونو کې بې سرپرسته افغان ماشومان د بل هر هیواد تر ماشوم پناه غوښتونکو زيات دي.

د ناروې د کډوالو د ادارې مرستیالې بریګتې لنګې، ویلي دي: «موږ دې ته اړ شوو چې د کډوالو د ثبتولو لوی او نوي مرکزونه پرانیزو چې پخوا یې د داسې کم عمره کډوالو د ثبتولو تجربه نه لرله چې لوی عمر لرونکي کډوال ورسره نه وي.»

په ناروي کې د ۵۳۰۰ تر اتلس کلونو کم عمر لرونکو کډوالو له ډلې څخه چې په ۲۰۱۵ کال کې ثبت شوي دي، دوه پر دریمه برخ یې افغانان دي. دغه کډوال په ځانګړو کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د الیاس سره کمپ کې ۴۰ تنه نور ماشوم کډوال هم اوسیږي. ډیر شمیر کډوالو ماشومانو په خپلو هیوادونو کې د جګړو له کبله شوک لیدلی دی او اوس په ښه رواني وضعیت کې نه دي. هغوی له قاچاق وړونکو شکایت لري. یو بل افغان کډوال عبدلکبیر وايي: «قاچاق وړونکي بد خلک دي. کله به چې موږ ترې اوبه غوښتې نو هغوی به موږ ته ویل چې اوبه نه شته او باید ګړندي پر مخ ولاړ شو. کله چې به یو کس ناروغه شو، نو دوی به ورته توقف نه کاوه.»