1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«زور واکان د بریښنا شرکت پورونه نه ورکوي»

مسعود جهش (حسین سیرت)۱۳۹۳ شهریور ۲۶, چهارشنبه

د اداري فساد پر سر یوې څارونکې ادارې د برښنا شرکت د هغې پریکړې په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده چې له مخې یې هغه د خپلو شاوخوا دوه میلیارد افغانیو پورونو له راټولولو څخه ډډه کوي.

https://p.dw.com/p/1DE4P
انځور: DW/R. Elham

دا په داسې حال کې ده چې بریښنا شرکت وايي چې اوس د دغو پیسو د راټولولو له پاره هڅې روانې دي. بریښنا روښانه کړې ده چې یو شمیر پوروړو دولتي شرکتونو ژمنه کړې ده چې دغه پیسې په نزدې وخت کې د دولت حساب ته ولیږدوي.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو پرمختیايي ادارې هم په دې اړه اندیښنه ښوولې وه چې د بریښنا شرکت عواید راکم شوي دي او دا چې دغه شرکت به له نړیوالو مرستو پرته خپلې چارې پر مخ وې نه شي وړای.

د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې پر سر د څار او ارزونې له مشترکې کمیټې څخه یما ترابي، په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ داسې اسناد ترلاسه کړي دي چې ښيي د بریښنا شرکت ډیرې پیسې د له منځه تلو په حال کې دي. د دغو پیسو اندازه ۱.۹ میلیاردو ته رسیږي او ټولې هغه باقي پاتې شوې پیسې دي چې بریښنا یې په حصولولو نه ده توانیدلې.»

دغې کمیټې د هغو کسانو د نومونو له افشا کولو څخه ډډه کړې ده چې د بریښنا شرکت پورونه نه ورکوي. خو دغې کمیټې ویلي دي چې د دغو کسانو یو نوملړ په لاس کې لري.

ترابي وویل کله چې هغوی له بریښنا شرکت څخه وغوښتل چې د هغو کسانو نوملړ ورته ورکړي چې د بریښنا د پورونو له ورکولو څخه ډډه کوي نو بریښنا ورته داسې یو لیست وسپاره چې د زور واکمنو کسانو نومونه ورڅخه حذف شوي وو.

د دغې کمیټې غړي وايي چې د بریښنا شرکت د اسنادو د ارزونې پر مهال یې داسې اسناد ترلاسه کړل چې په دغه شرکت کې د پراخ او جدي فساد شتون په اړه اندیښنې رامنځ ته کوي. ترابي وویل: «د بریښنا د تفتیش رپوټونه ښيي چې هغوی په اصل کې د خپلو دارایي گانو یو بشپړ لیست نه لري. په عین حال کې هغوی د خپلو خریداري گانو دقیق لیست هم نه لري.»

له بلې خوا بیا د بریښنا د شرکت ویاند وحیدالله توحیدي، وایي چې هغوی هیڅ وخت بریښنا په وړیا توگه نه ورکوي او دا چې د دغه شرکت پیسې به له هغو کسانو او دفترونو څخه چې اوس هم باقي دي واخیستل شي.

د کابل بانک په اړه اندیښنه

د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې پر سر د څار او ارزونې د مشترکې کمیټې چارواکي وايي چې په نوي کابل بانک کې د میلیونونو ډالرو د ضایع کیدو په اړه اندیښمن دي.

دې کمیټې ویلي دي چې افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې شاوخوا اووه میلیونه ډالر له لاسه ورکړي دي. نوی کابل بانک، د کابل بانک نوی نوم دی چې په ۲۰۱۱ کال کې ډیوالي شو.

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکو هم ویلي دي چې نوی کابل بانک هره میاشت ۵۰۰ زره ډالر تاوان کوي. افغان حکومت څو وارې کابل بانک داوطلبي ته وړاندې کړی دی خو تر اوسه دغه بانک ته یو پیریدونکی نه دی پیدا شوی.

د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې پر سر د څار او ارزونې مشترکې کمیټې په خبره افغان حکومت د کابل بانک له ډیوالي کیدو راهیسې ۴۶ میلیونه ډالر تاوان کړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب