1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«زموږ هدف د ګوانتانامو زندان تړل دي»

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۲۰, چهارشنبه

په اروپا کي د امنيت او همکارۍ سازمان په راپور کي پر امريکا د ګوانتانامو زندان د تړلو ږغ کړی دی. د دغه راپور يو ليکونکي آلمان ږغ ته وويل چي حتی دغه کفايت نه کوي.

https://p.dw.com/p/1H3mc
انځور: AFP/Getty Images/M. Antonov

په اروپا کي د امنيت او همکارۍ د سازمان OSCE د بشري حقونو او ډيموکراسۍ له پاره د ځانګړي دفتر معین عمر فيشر د دغه راپور د ليکونکو څخه يو دی. نوموړي د آلمان ږغ ډويچه وېله سره په خبرو کي وويل چي د دوی د سازمان په راپور کي راغلي چي د امريکا متحده ايالات بايد په کيوبا کي د ګوانتانامو زندان وتړي.

د عمر فيشر په وينا يوازي د ګوانتانامو تړل حتی کفايت نه کوي بلکه د امريکا متحده ايالات بايد نوري هلي ځلي هم وکړي. د فيشر په وينا د دوی سازمان څو کاله ترمخه لا و متحده ايالتونو ته مشوره ورکړې وه چي د ګوانتانامو زندان دي وتړي. د دغه کارپوه په وينا په دغه زندان کي د پاتو زندانيانو او د هغوی بشري وضعې ته په کتو سره دا خبره بیا روښانه سوې ده چي د دغه زندان تړل څومره اړین کار دی.

فيشر د ډويچه وېله سره په خبرو کي اضافه کړه چي د دوی سازمان نه يوازي د امريکا څخه غواړي چي د ګوانتانامو زندان وتړي، بلکې دا غوښتنه هم کوي چي د دغه زندان تړلو وروسته دي زندانيان نورو زندانونو ته نه استوي. فيشر زياته کړه: «هغه څه چي موږ يې نه غواړو هغه دا ده چي زندان وتړل سي خو زندانيان يې د نامعلوم برخليک او بېله محاکمې و نورو زندانونو ته انتقال کړل سي.»

د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما د ولسمشر په توګه د لوړه کولو وروسته ژمنه کړې وه چي د ګوانتانامو زندان به وتړي، خو د دغې ژمني په پوره کولو کي پاته راغلی. فيشر وايي: «د اوباما اداره بايد چي اوس وښيي چي دغه ژمنه پوره کولای سي. زه هيله لرم چي دغه کار ژر تر سره سي.»

د آلمان ږغ د دې پوښتني په جواب کي چي د اوباما له خوا د ګوانتانامو زندان د تړلو په ترڅ کي د کانګريس له کبله رامنځ ته سوي خنډونه څومره مهم دي، فيشر وويل: «دا د واشنګټن خپلمنځي او کورني بحثونه دي چي د ګوانتانامو تړل څنګه عملي کوي او موږ پکښي مداخله نه کوو. د ولسمشر او کانګريس تر منځ بحث په زړه پوري دی، خو دغه بحث زموږ سره تړاو نه لري. زموږ له پاره دا مهمه ده چي دغه بحث مثبته نتيجه ولري او په نتيجه کي يې ګوانتانامو زندان وتړل سي.»

په اروپا کي د امنيت او همکارۍ سازمان په خپل دغه راپور کي پر نورو ټولو هيوادونو ږغ کړی دی چي د بشري حقونو خپل مسؤليتونه عملي کړي. د فيشر په وينا دا هغه هيوادونه دي چي بېله حقوقي بنسټ څخه يې امريکا ته تورن کسان سپارلي چي هغوی وروسته په ګوانتانامو زندان کي زنداني کړل سوي دي. د فيشر په وينا د دوی سازمان چمتو دی چي د امريکا د متحده ايالاتو سره کومک وکړي چي د ګوانتانامو زندانيان که خپلو هيوادونو ته نه سي بېرته لېږدول کېدلای، نو هغوی په نورو هيوادونو کي ځای پر ځای کړي.