زموږ له سیاسی علایقو څخه دي یو دریم هیواد نمایندکي وکړي
۱۳۹۱ تیر ۸, پنجشنبهاعلان
د ايران او بريتانيا تر منځ د سفارتونو تر تړلو اووه مياشتي وروسته، د ایراني رسنیو په حواله اوس باید د دغو دواړو هیوادونو له سیاسي علایقو څخه یو دریم هیواد استازیتوب وکړي. رسنۍ د ایران د خارجه وزیر علی اکبر صالحی د خولې لیکي، چي ایران ویلي دي، چي په پلان کي ده چي د عمان هیواد به په راتلونکې کي په لندن کي د ایران او د بریتاینا د سیاسي علایقو څخه به په تهران کي د سویډن هیواد نمایندګي وکړي. د صالحی په وینا دغه پرېکړه د جون د میاشتي په نیمايي کي د هغه د سیال ویلیم هیګ سره د کابل په نړیوال کنفرانس کي تر سره سوه.