1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلمی رسول د خبرو له پاره پاکستان ته سفر کوي

۱۳۹۱ آذر ۱۰, جمعه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول د جمعې په ورځ (۲۰۱۲کال د نوامبر۳۰) پاکستان ته روان دی، چي هلته له پاکستاني چارواکو سره د سولي د بهير په اړه خبري اتري وکړي.

https://p.dw.com/p/16t3L
Afghan Foreign Minister Zalmai Rasool, right, greets Pakistan Foreign Minister Hina Rabbani Khar after her arrival at the foreign ministry in Kabul, Afghanistan, Wednesday, Feb. 1, 2012. (Foto:Muasdeq Sadeq/AP/dapd)
Pakistan Außenministerin Hina Rabbani Khar Zalmai Rasool Kabul Afghanistanانځور: AP

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند معظم احمد خان د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې زلمی رسول د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیري حنا رباني کهر په بلنه پاکستان ته سفر کوي.

په عین وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي ویلي دي: «د بهرنیو چارو وزیر به په پاکستان کې د نورو بندي طالبانو د آزادیدو غوښتنه وکړي.»

نزدې دوې اونۍ وړاندي اسلام آباد ته د یوه لوړ پوړي افغان پلاوي د سفر پر وخت پاکستان د طالب نهه تنه قوماندانان د ښه نیت په توگه له بنده آزاد کړل.

جانان موسی زي زیاته کړې ده: «دا لا وختی دی چې په دې اړه څه وویل شي چې دغه کسانو په انفرادي توگه څه کړي او یا ښایي څه وکړای شي. خو موږ په دې باوري یو چې دغه کسان د سولي په پرمختگ کې مهم رول لوبولای شي.»

په پاکستان کې د بندي طالبانو په ډله کې ملا عبدالغني برادر هم شامل دی چې په ۲۰۱۰کال کې په پاکستان کې نیول شوی وو. د ملا عبدالغني برادر په اړه ویل کیږي چې د طالبانو دوهم مهم کس دی.

موسی زي په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي: «موږ په دې باور یو چې هغه به له زندان څخه آزاد شي. له بنده د طالبانو آزادول د پاکستان له اړخه د سولي په پروسه کې لومړنی اساسي گام دی چې اخیستل شوی دی. موږ په دې باور یو چې دا به د راتلونکو ډیرو گامونو څخه لومړنی گام وي.»

موسی زي همداشان ویلي دي چې دوی دریم هیواد ته د طالب مرکچیانو د خوندي سفر پر ځانگړي میکانیزم باندې هم کار کوي. د موسی زي په وینا پاکستان ته په کار ده چې هغه طالبان چې په دغه هيواد کي دي، دې ته وهڅوي چې د سولي له پروسې سره یو ځای شي او د مخامخ اړیکو او خبرو اترو له پاره لاره اواره کړي.

موسی زي وړاندي ویلي دي: «موږ له پاکستانیانو سره په دې هوکړه کړې ده چې د دواړو خواو دې یو وړوکی پلاوی وټاکل شي چې له طالبانو سره مستقیمي او دوامداره اړیکه وساتلای شي.»

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زیانځور: DW

زیاته شوې ده چې د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د خبرو په اجندا کې د دوه اړخیزه گټو چې په هغه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترانزیت تړون شامل دی، پر سره خبر وشي. پر دې سربیره په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو او په راتلونکي کال کي د علماوو د کنفرانس د جوړیدو په اړه به هم خبرې اترې وشي.

د روان کال په لومړیو کې طالبانو اعلان کړی وو چې په قطر کې یې د یوه سیاسي دفتر د پرانیستلو پریکړه کړې ده، چې له متحده ایالاتو سره د بنديانو د راخلاصولو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشي.

افغان دولت پر امريکا باندي له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو د تر سره کولو له امله نیوکه کړې وه. د مارچ په میاشت کې طالبانو په یو اړخیزه توگه دغه خبري اتري وځنډولې.

جانان موسی زي د آلمان خبري آژانس سره د پنجشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې ویلي دي چې له طالبانو سره خبري اتري باید د افغانانو په مشري وي.

«له طالبانو سره هر ډول خبري اتري باید د افغان دولت او طالبانو تر منځ وي. دا هغه څه دي چې موږ په څرگند ډول متحده ایالاتو او پاکستان ته ویلي دي.»

موسی زي زیاته کړې ده چې دا د پاکستان په گټه ده چې د بیا پخلاینې په پروسه کې مرسته وکړي، ځکه چې د پاکستان ثبات د افغانستان په سوله پورې تړلي دي.

dpa/سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل