زلمی رسول اسلام آباد ته ورسېد
۱۳۹۱ آذر ۱۰, جمعهاعلان
د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر زلمی رسول نن جمعه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو له پاره اسلام آباد ته ورسېد. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند معصوم احمد خان ویلي دي چي زلمي رسول ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزیري حنا رباني کهر له خوا بلنه ورکول سوې وه. له بلي خوا په افغانستان کي د بهرنيو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، چي د بهرنيو چارو وزير په پاکستان کي د نورو طالبانو د آزادېدو غوښتنه کړې ده. د خبرو اترو له پاره نوري موضوعگاني به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي تجارت، په پاکستان کي د دوه میلیونه افغان مهاجرو د سرنوشت او د دیني علماوو له خوا د هغه کنفرانس په هکله وي چي راتلونکی کال به دایر سي.