1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلمي رسول: له ناتو او امريکا سره د افغانستان له راتلونکي ستراتيژيک مشارکت څخه دفاع وکړه

۱۳۹۰ فروردین ۲۶, جمعه

د نړيوال امنيتي مرستدويه ځواک ايساف 48 هيوادونو په برلين کي له 2014 کال څخه وروسته هم له افغانستان څخه د خپل ملاتړ اعلان وکړ

https://p.dw.com/p/RI4r
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسولانځور: dapd

دغه راز د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول چي د ناتو د بهرنيو جارو وزيرانو ته د خپل هيواد د سولي د پروسې په هکله معلومات ورکړل، له متحده ايالاتو سره د يوراتلونکي ستراتيژيک مشارکت د افغانستان د ثبات لپاره مهم وګانه.

رسول او د ناتو د ملکي چارو ځانګړي استازي، مارک سيدويل د ناتو تر مشری لاندي د آيساف له غوندي څخه وروسته د ځينو نتايجو په هکله خبريالانو ته خبري وکړې .

سيدول وويل چي د ناتو او په آيساف کي د غير ناتو بهرنيو چارو وزيرانو افغان ځواکونو ته د مسوليت د انتقال له پلان څخه ملاتړ وکړ..: « د انتقال پروسه او له افغانستان سره د ناتو اوږد مهال مشارکت د دي پروسې د يوه نوي اقدام په توګه د وزيرانو له خوا تاييد او منظور شو.»

مارک سيدويل چي ماموريت يې په دې شپو او ورځو کي پای ته رسيږي او سيمون ګاس د هغه پر ځای ټاکل شوی دی دغه راز وويل چي د ايساف په غونډه کي د ناتو د بهرنيو چارو وزيرانو فيصله وکړه جي افغان حکومت سره دي د سولي په پروسه کي مرسته وشي:

«ډيرو وزيرانو د افغانستان د سولي په پروګرام باندي چي د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير، زلمي رسول له خوا پرې رڼا واچوله شوه، خبري وکړې او له هغه څخه يې ملاتړ وکړ تر څو دغه کړکيج ته په سوليزه توګه خاتمه ورکړ شي.»

دا چي د سولي دا پروګرام څه ډول دي او هغه څرنګه پلي کيږي زلمي رسول د هغه جزييات بربڼد نه کړل، خو دومره يي د آلمان غږ راډيو د خبريال پوښتني په ځواب کي وويل: « زمونږ غوښتنه دا وه چي دا پروسه د افغانانو تر کنترول لاندي وي، دا غوښتنه له مونږ سره د برلين په غونده کي برخه والو ومنله. البته دا پروسه نوې ده ، داچي نتايج به څه وي، اوس څه ويلای نه شو.»

دغه راز هغه د خپل حکومت له هغه يو تصميم څخه دفاع وکړه چي له امريکا متحده ايالاتو سره د يو ستراتيژيک تړون په لټه کي دی.

افغانستان ولس مشر، حامد کرزي تيره اوني اعلان وکړ چي په دې موضوع باندي له واشنګتن سره خبري اتري رواني دي.

زلمي رسول د آلمان غږ راډيو د هغي پوښتني په ځواب کي چي په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو د پوځي اډو جوړيدل ګاونډيو هيوادونو ته انديښي مګر نه پيدا کوي او په سيمه کي ثبات له ګواښ سره مګر نه مخامخوي، وويل: « کومي خبري اتري چي له امريکا سره په دې هکله شوي دي، په هغو کي څرګنده شوې چي دغسي يو ستراتيژيک مشارکت د افغانستان د ثبات د ساتلو لپاره دی، له هغه څخه به هيڅکله د بل هيواد پر ضد کار وانخيستل شي.»

زلمي رسول زياته کړه.: د افغانستان هدف امن او سوکالي ده، مونږ هيڅکله نه غواړو چي په سيمه کي يو بل کش او کړپ پيدا کړو. هغه وويل چي د ناتو په غونډه کي نن په همدې خبري ټنيکار وشو چي له افغانستان سره د ناتو مشارکت د بل هيواد لپاره د خطر معنی نه لري.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل چي له امريکا سره يو ستراتژيک مشارکت بايد د افغانستان د يوې لويي جرګي له خوا پرې غور وشي. هغه وويل َ «يواځي لويه جرګه کولای شي چي په دې هکله تصميم ونيسي، دا يواځي د حکومت تصميم نه دی.»

خوپه برلين کي د ناتو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونده کي له افغانستان سره د اوږدمهال ملاتړ په اړه يوې پوښتني ته ځواب نه دی موندل شوي چي د آيساف 48 غړي هيوادونه د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو راتلونکي مالي اړتيا له کومه درکه تمويلوي.

کله چي وروسته له 2014 کال افغان امنيتي ځواکونه په ټول هيواد کي مسوليت په غاړه واخلي د 171 زرو ملي اردو او 134 زرو ملي پوليسو مالي مصارف په کال کي د څلور تر پنځه نيم مليارد ايرو پوري رسيږي. حال دا چي ناتو په اوسني وخت کي د افغان امينتي ځواکونو لباره په خپل مالي صندوق کي يواځي 130 مليون ايرو لري د 230 مليون نورو ايرو لپاره يواځي وعدې شوي دي.

عبدالباري حکيم

کتونکی: محمد قاسم نوري