زلزلې بيا مرکزي اېټاليا ولړزوله
۱۳۹۵ آبان ۹, یکشنبهپه مرکزي اېټاليا کي د سختي زلزلې څخه څلور ورځي وروسته دغه سيمه يو ځل بيا سختي زلزلې ولړزوله. د زلزلو له پاره د متحده ايالاتو ځانګړې ادارې ويلي چي د يکشنبې د ورځي (د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر ۳۰مه نېټه) په سهار د دغې زلزلې شدت ۶،۶ درجې ؤ. ويل سوي چي دغه زلزله په ځايي وخت د سهار په ۷:۴۰ بجو پېل سوه.
د امريکايي کارپوهانو په وينا د زلزلې مرکز د کوچني ښار نورچيا په سويل ختيځ کي په شپږ کلومترۍ کي واقع ؤ. ويل سوي چي د زلزلې لړزونې څو ثانيو دوام وکړ. دغه زلزله دومره شديده وه چي په پلازمېنه روم کي يې هم تکانونه احساس سول. به دې توګه سره دغه زلزله د څلور ورځي مخکنۍ زلزلې څخه زياته شديده وه چي هغه هم د هيواد په مرکزي برخه کي رامنځ ته سوې وه.
د دغې نوي زلزلې په هکله ويل سوي چي زياتي ودانۍ يې زيانمني کړي دي. د دغه خبر د خپرېدو پوري لا د مرګ ژوبلي په تړاو خبرونه نه ول رسېدلي. خو بيره سته چي ښايي دغه تغير وکړي.
د چهار شنبې په ماښام د زلزلې پرله پسې تکانونو د مارکن سيمه ولړزوله او مرکز يې د ويسو په نوم سيمي ته نژدې واقع ؤ. د دغې زلزلې لومړيو تکانونو ۵،۵ او وروستنې تکانونو يې ۶،۱ درجې شدت درلود. د چارواکو په وينا په دغه زلزله کي په دې خاطر مرګ ژوبله رامنځ ته نه سوه، ولي چي د لومړيو تکانونو وروسته اکثره خلکو ځانونه په خلاصه فضا کي خوندي کړل.
په اېټاليا کي د اګست په ۲۴مه نېټه هم زلزله راغلې وه چي پکښي تقريبا ۳۰۰ انسانان وژل سوي ول.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.08.2016):