زغونه اونۍ د ډيوکسينو د لانجې تر سيوري لاندي
۱۳۸۹ بهمن ۱, جمعهد برلين د زراعتي محصولاتو نندارتون يا Grüne Woche بايد په آرامه او خوشالونکې فضأ کښي داير سي ، ځکه چي په دغه ډول يې تجارت او معامله ښه مخته ځي.
نندارتون غواړي د دنيا ښه مخ ښکاره کړي ، بزګران او د خوراکي موادو توليدونکي پکښي غواړي خپل ښه محصولات او د هغه ښه خوا ښکاره کړي.
دوی نه غواړي چي د Grüne Woche يا زرغونې اونۍ په دغو ورځو کښي څوک د زراعتي محصولاتو د خراب اړخ څخه خبري وکړي.
مثلأ پر هغو هګيو باندي چي د ډيکسيونو زهرجن مواد پکښي پيدا سوي ول، يا چرګان او سرکوزي چي بايد احتياطاً له منځه تللي وای ، ځکه چي امکان لري غوښي يې په زهرجنو موادو ککړي وې.
د جرمني د بزګرانو د اتحاديې ريس ګِرد زون لايټنر وايي چي دوی کوښښ کوي ، د زراعتي محصولاتو ددغه خراب اړخ تصوير په نندارتون کښي ډير ښکاره نسي ، او د هغه ښه اړخ هم معرفي سي.
« زه هيله مند يم چي په دغه نندارتون کښي هر يو د خوراک ، چښاک او يا د هغه د امتحانولو پر وخت د هغه په خوند پوه سي.»
د جرمني د خوراکي موادود صنعت د اتحاديې رييس يورګن اَبراهَم بيا يو قدم نور هم مخته ځي اووايي ،« زه لږ وخت دمخه د خوراکي موادو په يوه مغازه کښي وم، چي هلته يو ځوان ولاړ ؤ اوويې ويل ، نه زه نور هګۍ نه رانيسم.
خو ده بيا يوه قوطۍ سګريټ راواخيستل. نو که سړی دغه دوه شيان سره مقايسه کړي ، نو بيا ويني چه کوم شی نسبت هغه بل ته ښه دی ، او نبايد د ځينو پيښو څخه ډرامه جوړه سي. يوه پارټي هم کيدای سي کله کله ډير تاوانونه ورسوي ، نسبت دې ته چي سړی د ورځي دوې هګۍوخوري.
د زون لايټنر او يورګن اَبراهَم دپاره به 2011 م کال خراب پيل نسي. د ډيکسيونو د زهرجنو موادو پيښي د مصرف کونکو اعتماد راکم اود جرمني د زراعتي او خوراکي موادو صنعت ته يې تاوان ورسوی.
ځينو هيوادو لکه چين ، روسيې او جنوبي کوريا د جرمني څخه زراعتي محصولات او خوراکي مواد بند کړل ، چي زون لايټنر يې تاوان تر اوسه پوري تر 100 مليونو يورو اضافه بولي.
سربيره پر هغه ددغه شيانو قيمتونه هم راکښته سول . په غټو مغازو کښي زراعتي هګۍ او د سرکوزي غوښي په الماريانو کښي پاته ، او برعکس يې طبيعي محصولات په ښه ډول خرڅيږي .
جرمني د طبيعي محصولاتو تر ټولو لوی بازار لري ، اوګټه يې نوره هم ډيريږي. د جرمني د طبيعي زراعتي محصولات بزګران يوازي ددغه بازار جواب نسي ورکولای ، ځکه نو په مخ پر زياتيدونکي ډول سره هغه د خارج څخه راوارديږي.
خو د 51 فيصدو جرمنيانو دپاره په رانيولو کښي بيا هم د محصولاتو او توليداتو بيه مهمه ده.
د يورګن اَبراهَم په عقيده به سږکال د خوراکي موادو قيمتونه نور هم لوړ سي ، چي دا به د خوراکي موادو صنعت ته نور هم تاوان ورسوي .
کنکارټ/ محمد قاسم
کتونکی : رحیله امیري