1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زرداري: له پوځ سره په جګړه کې نه یو

۱۳۹۰ دی ۱۷, شنبه

د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، ویلي دي چي دولت ئې له پوځ او قضایي سیستم سره په جګړه کې نه دئ. هغه دغه خبري د پاکستان جیو تلویزون ته د جمعې په ورځ کړي دي.

https://p.dw.com/p/13foq
زرداري د متحده ایالاتو څخه د پوځ په وړاندې د مرستې غوښتلو له کبله د سختو فشارونو لاندې دی
زرداري د متحده ایالاتو څخه د پوځ په وړاندې د مرستې غوښتلو له کبله د سختو فشارونو لاندې دیانځور: AP

اوس مهال آصف علي زرداري د خپلې ولسمشرۍ د دورې تر ټولو لویې سیاسي ستونزې سره لاس او ګریوان دئ. زرداري په ۲۰۰۸ کال کې د پاکستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

پر زرداري سیاسي فشارونه له هغه وروسته ډیر شول چې منصور اعجاز د پاکستاني چارواکو له خوا د امریکا د هغه وخت لوی درستیز ته د یوه یاداښت د استولو خبره بربنډه کړه. اعجاز یو پاکستاني الاصله امریکایې دئ چې وایي د پاکستان ملکي حکومت ورته یو یاداښت ورکړی وو چې په هغه کي له امریکا څخه د پوځ په وړاندي د پاکستان د ملکی حکومت د ساتني غوښتنه شوې وه.

د پاکستان ستره محکمه اوس د دې قضیې په اړه پلټنه کوي چي د لیک لېږلوتر شا وګړي وپیژني. د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، له جیو تلویزون سره په یوه مرکه کې ویلي دي:

«موږ له قضایي سیستم او یا هم له پوځ سره په جګړه کې نه یو.»

د نا رسمي یاداښت قضیه درې میاشتي وړاندي هغه وخت بربنډه شوه چې منصور اعجاز په Financial Times ورځپاڼه کې یوه مقاله خپره کړه چې پکښې د یاداښت په اړه جزئیات خپاره شوي ول.

اعجاز په خپله مقاله کې ویلي وو چي متحده ایالاتو ته د پاکستان د هغه وخت سفیر، حسین حقاني، له ده څخه پینټاګون ته د یوه غیررسمي یاداښت په رسولو کي د مرستې غوښتنه کړې وه. ‎حسین حقاني د پاکستان ولسمشر ته یو ډیر نزدې کس بلل کیږي.دا په داسې حال کې ده چې اوس حقاني په دغه قضیه کې خپله ښکیلتیا ردوي او تر اوسه پوري داسي شواهد هم لاس ته نه دي راغلي چې ګواګي پوځ دي په هغه وخت کې د کودتا له پاره تیاري نیوله.

اوس چې د پاکستان ستره محکمه د دې قضیې په اړه پلټني کوي ښایي د پاکستان دولت له لا نورو ګواښونو سره مخامخ شي، په خاصه توګه که چیري د زرداري او د دغه غیر رسمي یاداښت تر منځ کومه اړیکه ثبوت شي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش