1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زاکربرگ د مسلمانانو ملاتړ اعلان کړ

۱۳۹۴ آذر ۱۹, پنجشنبه

د فيسبوک بنسټ ايښوونکي مارک زاکربرگ د مسلمانانو پر وړاندي نفرت په غبرگون کي په خپل فيسبوک پاڼه کي د مسلمانانو ملاتړ اعلان کړی او ويلي ئې دي چي د افراطيانو د اعمالو په خاطر بايد د يوه دين ټول پيروان مسئول ونه گڼل سي.

https://p.dw.com/p/1HL4u
Indien Mark Zuckerberg in Neu-Delhi
انځور: M. Sharma/AFP/Getty Images

نوښتگر مارک زاکربرگ، د هغو تبعيضي څرگندونو پر وړاندي غبرگون وښود چي په پاريس کي تر تروريستي بريدونو او په سان برناردينو کي تر يرغل وروسته د مسلمانانو پرضد پيل سوي دي.

هغه د چهارشنبې په ورځ (۲۰‍۱۵م کال د دسمبر ۱۰مه) په خپل فيسبوک پاڼه کي اعلان وکړ چي غواړي په ټوله نړۍ کي د مسلمانانو ملاتړ وکړي.

۳۱ کلن مارک زاکربرگ په يوه لنډ پيغام کي ليکي: «که تاسي د يو مسلمان په توگه زما د فيسبوک په دوستانو کي ياست، د فيسبوک د مشر په توگه ستاسو څخه غواړم پوه سئ چي زه به ستاسو د حقوقو له پاره مبارزه وکړم، څو يو خوندي او سوله ايز چاپيريال درته برابر کړم.»

هغه په خپل دغه لنډ پيغام کي ټينگار کړی دئ، چي د هغو مسلمانانو حس ئې درک کړی دئ چي بېره لري د نورو د اعمالو په خاطر جزا ونه ويني. هغه ويلي دي چي «د يوه يهودي» په توگه ئې له مور او پلاره زده کړي چي «انسان بايد له بل هر انسان سره انساني چلن وکړي.»

هغه هغو کسانو ته چي بې اعتنا له دغو حملو څخه تيريږي گواښ وکړ چي «که نننۍ حمله پر تاسو نه ده، خو پوه سئ چي د هر چا پر آزادۍ باندي حمله به موږ ټولو ته تاوان ورسوي.»

د فيسبوک بنسټ ايښوونکی چي په دې وروستيو کي پلار سو، د خپلي ليکني په وروستۍ برخه کي ليکي: «نړۍ ته زموږ د اولاد په راتگ سره، موږ ته ډېر اميدونه رابخښلي دي. تر هغه وخته چي موږ يو د بل په بغل کي يو او يو په بل کي نېکۍ وينو کولای سو د ټولو انسانانو له پاره تر دې هم ښه نړۍ جوړه کړو.»

د مارک زاکربرگ څرگندوني چي د مسلمانانو پر وړاندي نفرت په اړه غبرگون دئ په فيسبوک او تويتر کي ډېري ستايل سوي دي.

د امريکا متحدو ايالاتو جمهوري رياست ته د جمهوري غوښتونکو د گوند کانديد دونالد ترامپ، څو ورځي مخکي داسي تبعيضي او جنجالي خبري وکړي چي په امريکا کي دننه او دباندي ئې سخت غبرگونونه را وپارول.

هغه ويلي ول چي امريکا ته دي د مسلمانانو د ورتگ مخه ونيول سي. ترامپ، د کليفورنيا په سن برناردينو کي د وروستي بريد په غبرگون کي ويلي ول چي «موږ باید امريکا ته د مسلمانانو راتگ منع کړو، څو وکولای سو اوضاع کنترول کړای سو. د اوضاع کنترول زموږ له لاسه وتلی دئ.» په سن برناردينو کي وسله وال يرغل ۱۴ انسانان ووژل.