1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زابل کې دوه مشکوک طالبان ووژل شول

۱۳۸۵ بهمن ۱۹, پنجشنبه

د افغانستان په سهيل کې د طالبانو دوه مشکوک جنگيالي وژل شوي دي چې د امريکې تر مشرۍ د نړيوالو ځواکونو په يو کاروان باندې يې بريد کړی و.

https://p.dw.com/p/DKAs
په دغه اخ و ډب کې د امريکايي ځواکونو په وينا د دوو طالبانو د وژل کېدو تر څنگ د نړيوال ائيتلاف درې سرتېري هم ژوبل شوي دي. دا چې دغه سرتېري له کومو هېوادونو څخه دي، په دې اړه تر اوسه پورې معلومات نشته. دغه جگړه د چارشنبې په ورځ د ميزان په سيمه کې رامنځ ته شوې وه.