زابل: د ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور ماشومان ووژل
۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۸, شنبه
د زابل ولایت چارواکي وزیر محمد جاویدي، ویلي دي چې چاودنه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د می ۷مه نېټه) ناوخته رامنځ ته شوې ده چې په پایله کې یې د همدې کورنۍ یو بل ماشوم ټپي شوی هم دی.
په افغانستان کې ډیر مایونونه او نا چاودېدلي مواد موجود دي. که څه هم د دغو موادو د له منځه وړلو له پاره ډیر شمیر موسسې کار کوي خو بیا هم وخت ناوخت ملکي وګړي د هغوی قرباني کیږي.
په یوې بلې پیښې کې چارواکو په کنړ ولایت کې د ۲۶ یاغیانو د وژلو خبره کړې ده. د دې ولایت د امنیې قوماندان جنرال عبدالحبیب سیدخیلي، ویلي دي چې یاغیانو هغه وخت دغه تلفات لیدلي دي چې له پاکستان سره پر پوله پرتې یوې ولسوالۍ باندې یې برید وکړ.
د دغه چارواکي په خبره د برید کوونکو شمیر په سلهاو وو، خو له دې کبله چې افغان استخباراتي ځواکونو د برید په اړه مخکیني معلومات لرل نو وتوانیدل چې د یاغیانو حمله پر شا وتمبوي.