رپوټ: په آلمان کې د مهاجرینو پر کمپونو بریدونه لږ شوي
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۹, سهشنبهپه ۲۰۱۵م کال کې له سوریې، عراق او افغانستان څخه آلمان ته د زیات شمیر مهاجرینو په راتګ سره، د مهاجرینو پر ضد بریدونه هم په بې سارې توګه ډیر شول. که څه هم له هغې مودې راهیسې، دې هیواد ته د مهاجرینو د راتګ په شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی خو بیا هم د دوی پر وړاندې د بریدونو کچه لوړه ده.
د آلمان د حکومت وروستي ارقام چې د سه شنبې په ورځ خپاره شوي دي ښيي چې په دې هیواد کې د مهاجرینو پر ضد بریدونه مخ پر کمیدو دي.
د سه شنبې په ورځ د «نویه اوسنابروکر څایتونګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د کورنیو چارو وزارت هغه رپوټ ته اشاره کړې ده چې د کیڼ اړخي گوند د یوې غوښتنې په ځواب کې یې ورکړی دی. په دغه ځواب کې ویل شوي دي چې د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د آلمان پولیسو ۹۳ داسې پیښې ثبت کړي چې پکې پر مهاجرینو بریدونه شوي.
د مهاجرینو پر ضد د بریدونو دغه شمیر د ۲۰۱۵م کال د بریدونو د شمیر سره برابر دی، کوم مهال چې آلمان ته ګڼ شمیر مهاجر راغلي وو. په ۲۰۱۵م کال د جنوري نه تر مارچ میاشتې پورې ۱۰۶ ورته پیښې ثبت شوې وې.
ورځپاڼه په خپله مقاله کې همدا راز وايي چې یوازې په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرینو پر ضد ۱۰۰۰ بریدونه شوي او دغه شمیر بیا په ۲۰۱۶م کال کې له ۱۰۰۰ څخه ټیټ وو.
د مهاجرینو د استوگنځایونو پرضد په بریدونو کې د دوی مرکزونو ته اور اچول، د چاودنو بریدونه او جسمي بریدونه شامل دي. سږ کال تر اوسه پورې، پولیسو پر مهاجرینو ۳۱۸ بریدونه ثبت کړي دي. د ورځپاڼې د رپوټ په حواله په دې بریدونو کې د دوو ماشومانو په ګډون ټولټال ۴۷ کسان ټپیان شوي دي.
د بریدونو په هکله د آلمان کیڼ اړخه گوند اندیښنې
په آلمان کې پر مهاجرینو د بریدونو اصلي انگیزه تر ډیره له ښي اړخو افراطیانو سره تړل کیږي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت په وینا د روان کال په لومړۍ ربع کې د مهاجرو پر پنډغالو د ټولو ۹۳ بریدونو له ډلې څخه ۸۶ بریدونه یې د ښي اړخو شالید لري.
په پارلمان کې د کیڼ اړخي گوندې استازې اولا ییلپکه وايي چې که څه هم د دغو بریدونو کچه په کمیدو ده خو بیا هم باید دې ته څوک خوښ نه شي.
هغې له یادې ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې «د مهاجرینو پر وړاندې زور زیاتی او پر دوی بریدونه ورځ تر بلې داسې ښکاري لکه چې په آلمان کې یو عادي کار وي.»
زموږ له ارشيف څخه: