1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: له «رټل» شوو افغانانو سره مرسته نه کیږي

۱۳۹۴ آبان ۲۷, چهارشنبه

د بشري حقونو د څار ټولني په خپل نوي رپوټ کې پاکستاني چارواکي له افغان مهاجرو سره په ناوړه چلند تورن کړي. رپوټ دا هم وايي چې افغانان اړايستل شوي خپل جنګ ځپلي هیواد ته ستانه شي او یا د امکان په صورت کې اروپا ته پنا یوسي.

https://p.dw.com/p/1H7fX
Zerstörung von illegalen Siedlungen in Islamabad
انځور: DW/S. Raheem

د بشري حقونو د څار سازمان په رپوټ کې د يوه ۳۱ کلن افغان په حواله ليکل سوي دي چې په پيښور کي پر پوځي ښوونځی تر ترهگر يرغل وروسته چې مسئوليت ئې «پاکستاني طالبانو» منلی، له افغانانو سره سخت بد چلند کيږي.

د فرهنگ په نوم يوه افغان ويلي دي: «پولیسو موږ ته په مشکلاتو پيدا کولو پیل کړی. دوی د خلکو کورونو ته ورتلل. زموږ کور ته هم راغلل او دروازه ئې را وټکوله او راته وئې ويل چې تاسي دلته څه کوئ؟ ځئ خپل وطن ته مو ولاړ شئ!»

دغه افغان چې رکشه چلوي او د ۱۹۹۲م کال راهيسي ئې په پیښور کې ژوند کاوه، یووار ونیول شو او ور ته د بیرته ستنیدو ويل شوي. دی وايي: «زه کابل ته راغلم خو دلته مي نه کار درلود او نه هم د اوسیدو ځای.»

فرهنګ له هغو په لسونو افغانانو څخه دی چې د پاکستاني پوليسو له خوا ورسره د بد چلند په اړه مرکې شوي دي.

د بشري حقونو د څار ټولني په خپل دغه رپوټ کې د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان مهاجرو په برخه کې د «بې شمیره سرغړونو» خبره کړې ده.

افغان ضد روحیه

په پاکستان کې د آلمان د «فریدریش ایبرت موسسې» مشر فلیپ کاوپیرت روښانه کوي چې د پیښور پر ښوونځي تر برید وروسته د پاکستان په مخکښه رسنیو کې همدا خبرونه خپریدل چې گويا دغه بریدونو په افغانستان کې «پلان او له هماغه ځای پیل شوي ول.» له هغه وخت راهيسي په پاکستان کې د میشتو افغانان مهاجرو په هلکه داسي فکر شته چې دوی به په پاکستان او افغانستان کې د ترهګرو ترمنځ د یوه پله په توګه کارول کیږي.

د بشري حقونو د څار ټولنه وايي چې له هغه راهیسې په پاکستان کې میشتو افغان مهاجرو زیات ناوړه چلند تجربه کړی.

په ميلیونو مهاجر

په پاکستان کې د نړۍ تر ټولو زیات مهاجر ژوند کوي. د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو ادارې (UNHCR) په حواله په پاکستان کې ۱،۵ ميلیونه راجستر شوي او یو ميلیون هغه افغانان ژوند کوي چې کوم قانوني اسناد نه لري. له دوی څخه یې ځیني دغه هيواد ته په کوچنيوالي کې ور مهاجر شوي او هلته لوی شوي او اوس خپلي کورنۍ لري او هیڅکله یې په افغانستان کې ژوند کړی نه دی.

نور بیا د بېلابېلو دلايلو، لکه امنیت، کار او یا ښه ژوند کولو له پاره پاکستان ته تللي دي. خو د دوی ټولو د ژوندانه په وضعيت کې له څه مودې راهیسې بدلون راغلی او د ورځني ژوند په ډيرو چارو کې له ستونزو او خنډونو سره مخامخ کیږي.

د ویري پالیسي عملي کول

له هغه وروسته چې د پاکستان حکومت په رسمي توګه اعلان وکړ چې له افغان مهاجرو بايد غچ وا نه خیستل شي، د بشري حقونو د څار ټولنه تور لګوي چې له دې کبله پاکستاني پولیس د «جزا د ورکړي یوه غیر رسمي پالیسي عملي کوي» چې په دې کې د افغان مهاجرو پر کورونو او کارځایونو چاپي وهل، بندي کول، دوی ته ستونزي پيدا کول او همدا راز جسمي تشدد شامل دي چې په پایله کې دوي د دغه هیواد پریښودو ته مجبوریږي.

خو د کارپوه کاوپيرت په آند د پاکستان پالیسي په ځانګړي توګه افغان نه په نخښه کوي. دی وايي: «موږ د رسمي پالیسي او د ویري او ترهې د خپرولو د پیښو ترمنځ باید توپير وکو چې په عمومي ډول یوازې د شخصي قضاوتونو له مخې او په شخصي توګه ترسره کیږي.»

د افغانانو ډله ییزه وتنه

د بشري حقونو فعالان وايي د پولیسو له خوا ځورونې افغانان اړ کړي خپل فعالیتونه محدود کړي چې له امله یې د دوی اقتصادي ستونزې زیاتې شوي او همدا راز زده کړې او وظیفې ته نه لاس رسۍ محدود شوي. دغه ټولنه ټینګار کوي چې دې کار افغانان مجبور کړي بیرته خپل هیواد ته ستانه شي چې د پراخو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

په ۲۰۱۵م کال کې تر۸۰ زره زیات افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شوي او ځينو یې اروپا ته پنا وړې.

د بشري حقونو د څار ټولنه وايي چې هغه افغانان چې په پاکستان کې د بد چلند له امله بیرته افغانستان ته ستنیږي په هغو کسانو کې به شامل شي چې اروپا ته د رسیدو هڅه کوي.

په دې تړاو د «فریدریش ایبرت موسسې» د افغانستان د څانګې مشر الیکسې یوسوپو وايي چې که د برلین او کابل ترمنځ د مهاجرو د بیرته ستنولو په اړه هر ډول پریکړه شوي وي خو دا بحث به حتمی رامنځ ته کیږي چې د افغانستان حکومت د هغو خلکو له پاره څه کولای شي چې اروپا ته مهاجر شوي ول او اوس بیرته را لیږدول کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل