1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د آلمان پخوانی صدراعظم په روغتون کې دی

(dpa, Reuters)۱۳۹۴ خرداد ۱۲, سه‌شنبه

د یوې آلمانۍ مجلې د رپوټ له مخې د دغه هیواد پخوانی صدراعظم هېلموت کول، د یوه جراحي عملیات وروسته د هایدل بیرگ روغتون په عاجل سرویس کې بستر دی. دغه رپوټ د هغو سرچینو په حواله ورکړل شوی دی چې له کول سره نزدې تړاو لري.

https://p.dw.com/p/1FahS
انځور: Getty Images/AFP/D. Roland

د بونته په نامه آلمانۍ مجلې د سه شنبې د ورځې دغه رپوټ لا تر اوسه د هایدل بېرگ د روغتون، د آلمان د حکومت او د مسیحي دیموکرات اتحاد گوند چې کول یې پخوا مشري پر غاړه لرله له لوري نه دی تائید شوي.

د نوموړې مجلې د رپوټ له مخې کول، د کولمې د عملیاتو وروسته د ډیر وخت له پاره د بې هوشۍ په حالت کې پاتې شوی دی.

هېلموت کول، له ۱۹۸۲م کال څخه تر ۱۹۹۸م کاله پورې د آلمان صدراعظم وو. په اپریل میاشت کې هغه ۸۵ کلن شو.