1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: امريکا د آرام سمندر کمپونو ۱۸۰۰ مهاجر مني

۱۳۹۵ آبان ۲۳, یکشنبه

د امريکا متحده ایالاتو موافقه کړې چې ۱۸۰۰ تنه هغه مهاجر چې د نوي پاپوا ګينې او د استراليا تر پوښښ لاندې د نائورو ټاپوګانو په کمپونو کې میشت دي، مني. د بشر د حقونو سازمانونه پر دغو کمپونو کلکې نيوکې کوي.

https://p.dw.com/p/2Scfa
Australien Melbourne Demonstration Flüchtlingspolitik
د روان م کال په پیل کې د استراليا په ملبورن ښار کې نائورو او مائوس ټاپوګانو ته د مهاجرو د استولو په غبرګون کې مظاهرې.انځور: picture alliance/AA/R. Sakar

رسنۍ خبر ورکوي چې د امريکا متحده ایالاتو موافقه کړې چې ۱۸۰۰ تنه هغه مهاجر چې د نوي پاپوا ګينې او د استراليا تر پوښښ لاندې د نائورو ټاپوګانو په کمپونو کې میشت دي، مني. په ورته وخت کې د بشر حقوقو د دفاع سازمانونه په دغو کمپونو کې د موجوده بد وضعيت په باب کلکې نيوکې کوي.

«دې آسترالين» ورځپاڼې جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د امريکا متحده ايالات او آستراليا د ۱۸۰۰ مهاجرو د ليږد پر موضوع هوکړې ته نژدې شوي دي. دغه مهاجر ډیری یې مسلمانان او د منځني ختيځ هيوادونو څخه دي. یاد مهاجر چې اوس مهال د نائورو او نوې پاپوا ګينې په ټاپوګانو کې ساتل کيږي، په پام کې ده چې امريکا ته وليږدول شي.

ګونګوسې

د استراليا لمړي وزير مالکوم ترنبول، په دې اړه له هر ډول نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده. ترنبول ملبورن راډيو ته وویل:« تل دا ډول ګونګوسې شوي دي، خو مونږ د هغو په باب هيڅ کله څه نه وايي».

په استراليا کې د امريکا سفارت هم په عاجله توګه په دې برخه کې څه ندي ويلي.

دغه موافقه د امريکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما پر وخت تر لاس لاندې نيول شوې وه، چې ښايي د نوي ولسمشر دونالد ترامپ لخوا چې د مهاجرو په تړاو یې سیاست تند دی، رد شي. ترامپ تر دې مخکې ويلي دي چې امريکا ته د مسلمانانو د مهاجرت په مقرراتو کې به سختوالی رامنځ ته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشر د حقونو د دفاع سازمانونو د استراليا تر پوښښ لاندې د آرام سمندر په ټاپو ګانې کې د مهاجرو په کمپونو کې موجوده بد وضعيت محکوموي. دغه سازمانونه، د مهاجرو په تړاو د استراليا سياست، د «مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کنوانسيون» خلاف بولي. تر اوسه څو ځلې د مهاجرو په تړاو د استراليا حکومت د تند سياست پر ضد لاريونونه ترسره شوي دي.

مهاجرو ته ښه زیری

د آسترالیا د مهاجرت وزیر تيره اوونۍ ويلي وو، چې دوی د داسې يو هيواد د موندلو په هڅه کې دي چې وشي کړای هغه مهاجر ومني کوم چې د پناه غوښتنه یې رد شوې او بيرته خپلو هيوادونو ته تلل هم نغواړي.

 آستراليا وروسته له هغې چې د ۲۰۱۳ کال په مارچ مياشتي کې یې د مهاجرت په قانون کې سختوالی رامنځ ته کړ، هيڅ هغو مهاجرو ته په خپله خاوره کې ځای نه ورکوي کوم چې د قايقونو له لارې ورغلي وي.

دايمي بنديز

تیره اونۍ د استراليا پارلمان ته د مهاجرت نوی قانون د تصويب لپاره واستول شو. د دغه قانون له مخې، هغه مهاجر چې له ۲۰۱۳ کال څخه وروسته په غيرقانوني توګه د قايقونو له لارې استراليا ته رسيدلي دي، د عمر ترپايه به دغه هيواد ته د دننه کيدو اجازه ورنکړل شي، حتي که له ځانه سره د توريستي، سوداګرۍ او خپلو کورنيو سره د يوځای کيدو ويزې هم ولري.

د آستراليا حکومت وايي چې همدا اوس شاوخوا ۱۴ زره مهاجر په اندونيزيا کې په دې تمه ناست دي چې کله به استراليا د مهاجرت په قانون کې لږ نرمي رامنځ  کوی چې دوی د دغه هيواد پر لور حرکت وکړي.

د ۲۰۱۴ کال د جولای مياشتې راپديخوا هيڅ مهاجر په دې ندی توانيدلی چې د انساني قاچاقبرانو پر مټ ځان د استراليا خاورې ته ورسوي. د استراليا سمندري ځواکونو په دغې موده کې شاوخوا ۳۰ قايقونه بيرته اندونيزيا ته استولي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.12.2015):