1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ريچارد بوچر سبا پاکستان ته روان دی

۱۳۸۷ دی ۱۵, یکشنبه

دا سفر په داسي وخت کي کيږي چي د بمبی د نومبر د میاشتي د خونړیوحملو څخه وروسته د پاکستان او هندوستان تر منځ کش مکش زیات شوی دی.

https://p.dw.com/p/GRqA
د جنوبي آسيا له پاره د امريکا د متحده ايالاتو لوړ پوړی ډيپلوماټ ريچارد بوچر
د جنوبي آسيا له پاره د امريکا د متحده ايالاتو لوړ پوړی ډيپلوماټ ريچارد بوچرانځور: AP

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قريشي د پاکستان له مرکزي ښار ملتان څخه يو مطبوعاتي کنفرانس ته چي په ژوندۍ توګه خپريده خبريالاتو ته وويل، چي د جنوبي او مرکرزي آسيا له پاره د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزرات معين ريچارد بوچر سبا په پاکستان کي دی او دی به ورسره وګوري،خو هغه د خپلو خبرو د اجندا پر جزيياتو باندي رڼا وا نه چوله. قريشي دومره وويل:«بوچر د متحده ايالاتو په بهرنيو چارو وزرات کي د جنوبي آسيا د چارو مسوول دی او پاکستان ته هم د هغه سفر د پخوا په څير یوسفر دی.»

په اسلام آباد کي د متحده ایالاتو سفارت هم لدې څخه ډه ده کړې چي د بوچر د سفر د جزيياتو په هکله معلومات ورکړي.

د هند ډله ايزورسنيو رپوټ ورکړی چي بوچر به نوي ډهلي ته هم سفر ولري، چي له هندي چارواکو سره ښايي د هغه د خبرو اترو اساسي موضوع د هند او پاکستان تا و تریخوالی او د بمبي د حملو په هکله رواني څېړني وي. د بمبی په حملو کي د برید کونکو په شمول 172 تنه ووژل سول.

د هندوستان سرحدي ساتونکي د پاکستان سره پر پوله باندي
د هندوستان سرحدي ساتونکي د پاکستان سره پر پوله بانديانځور: AP

د فرانس پرس خبري آژانس چي له اسلام آباد څخه يې دغه رپوټ راليږی، وايي چي هغه د هند د بهرنيو چارو د وزارت کوم چارواکی ونه ميند چي د متحده ایالاتو د دغه لوړ پوړي ډيپلوماټ د سفر په هکله تبصره وکړي. همدا راز په هند کي د متحده ایالاتو سفارت هم تر اوسه پوري دا خبره تصدیق کړې نه ده چي بوچر به هند ته ولاړ سي که نه.

د بمبی له حملو څخه وروسته د متحده ایالاتو څو لوړ پوړو چارواکو چي په هغو کي د بهرنيو چارو وزيره کوندوليزا رايس او د هغې مرستیال جان نيګرو پانت هم شامل دي هند او پاکستان ته سفرونه وکړل پدې موخه که چيري وکړای سي د دغو په اټومي وسلو سمبال ګاونډيانو تر منځ تاوتريخوالی پای ته ورسوي.

هند د بمبی د خونړيوحملو ملامتيا پر لښکر طيبه نومي ډلي باندي اچولې هغه يوه ډله چي په پاکستان کي هډې لري او په ويشل سوي کشمير کي د هند د واکمنۍ پر خلاف جګړه کوي.

د هندي اکسپرس نومي ورځپاڼي د يو رپوټ له مخه د هغه هيواد دکورنيو چارو وزیر، پالانياپان چیدم بارام، ويلي دي چي دی په همدې اونۍ کي واشنګټن ته سفر کوي او له ځان سر به هغه شواهد يوسي چي ښيي چي د بمبی حملې له پاکستان څخه رهبري سوي او کنترول سوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي او د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره کونده ليزا رايس
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي او د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره کونده ليزا رايسانځور: AP

له هند سره د پاکستان د اړيکو سر بيره قريشي او بوچر همداراز کيدای سي چي د پاکستان پر خاوره باندي پر هغو توغنديي حملو هم خبري وکړي چي ګمان کيږي د افغانستان له دننه څخه د متحده ايالاتو د پوځ له خوا يې بند و بست کيږي، دغه بریدونه پدې وروستيو وختو کي د پاکستان پر هغو سرحدي سيمو باندي زیات سوي چي ويل کيږي د القاعدې او طالب جنګيالوهډې دي.

امريکايي چارواکي وايي چي ياغيان د پاکستان له قبايلي سیمو څخه، چي قانون پکښي واکمني نه لري، په استفادې سره افغانستان ته اوړي او هلته پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي.

د چارواکو د ويناوو له مخه، همدا تيره اونۍ په جنوبي وزيرستان کي د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو د حملو په نتيجه کي لږ ترلږه 8 تنه جنګيالي وژل سوي دي.

پاکستان په وار وار سره متحده ايالاتو ته احتجاج کړی چي د بې پيلوټه الوتکوحملې د پاکستان د خاوري پر بشپړتيا باندي تيری دی او هلته امريکايي ضد احساسات نور هم هڅوي.

جمهور رييس آصف علي زرداري، ويلي دي چي هغه په هيڅ صورت سره دانه سي زغملای چي د هغه د هيواد پر خاوره دي تيری وسي، خو ځيني چارواکي وايي چي په دې برخه کي د پاکستان او د متحده ايالاتو د پوځ تر مينځ يو چپ تفاهم موجود دی.