ريال مادريد د اروپا د اتلانو ليگ له سياليو ووت
د راوپا د اتلانو ليگ د سيالۍ په نيمه پايلوبه کي يوونتوس تورين ريال مادريد مات کړ. که څه هم د تيري شپې لوبه يو پر يو مساوي پای ته ورسېده، خو مادريد د تورين په لوبغالي کي لوبه ۲ پر يو بايللې وه.
د چهارشنبې په ورځ ماښام د ريال مادريد په لوبغالي کي د اروپا د اتلانو ليگ په سيالي کي د ايټاليا يوونتوس تورين له ريال مادريد سره لوبه يو پر يو مساوي پای ته ورسوله. په انځور کي بنزما (ريال) او بونوچي (تورين) دي.
ريال مادريد چي په خپل لوبغالي کي ئې د يوه گول په وهولو سره لوبه گټلای سوای هم داسي هم وکړه. د لومړی نيمايي په ۲۳ دقيقه کي گول وواهه او په لوبغالي کي شورماشور جوړ سو. د دغي لوبي نندارې ته ۷۸ زره کسان په مادريد په لوبغالي کي راټول سوي ول.
رونالدو د لوبي په لومړۍ نيمايي کي پنالتي گول کړه او ريال مادريد ته چي په ترمخه لوبه کي له تورين سره ښه نه وو ځلېدلی بيا اميدونه پيدا کړل.
د لوبي لومړۍ نيماي د ريال په گټه يو پر صفر پای ته ورسېده.
تر وقفې وروسته هم د ريال مادريد لوبډله پياوړې ښکارېده. يوونتوس تورين چي په يوه گول سره ئې کولای سوای مادريد له سياليو وباسي خپلو حملو ته دوام ورکړ.
يوونتوس په دې وتوانېد چي د لوبي په ۵۷ دقيقه کي گول ووهي او لوبه مساوي کړي.
يوونتوس تورين په دې وتوانېد چي ريال مادريد د اروپا د اتلانو ليگ په پای لوبه کي مات کړي.
د لوبي تر مساوي کېدو وروسته بايد ريال مادريد دوه گوله نور وهلي وای چي پاي لوبي ته وتلای وای. خو يوونتوس تورين سخته دفاع وکړه.
تر ۹۰ دقيقو بازۍ وروسته لوبه يو پر يو مساوي پاته سوه او دا چي ريال مادرين په تورين کي يوه پر دوه ماته خوړلې وه نو يوونتوس پای لوبي ته ووت او په پای لوبه کي به له بارسلونا سره ولوبيږي.
بارسلونا د سه شنبې په ماښام د آلمان د بايرن مونشن په لوبغالي کي درې پر دوه ماته وخوړه، خو په خپل لوبغالي کي ئې مونشن ته درې صفر ماته ورکړې وه.
د بايرن مونشن لوبډله په خپل لوبغاړي ډېر پياوړې ولوبېده او د لوبي په ۷ دقيقه کښي مراکشي بيناتيا لومړی گول وواهه.
خو د لوبي په ۱۵ دقيقه کي برازيلی نيمار وتوانېد چي لوبه يو يو مساوي کړي.
خو تر هغه لږ وروسته بارسلونا دوهم گول هم وواهه چي د بايرن اميدونه ئې تر خاورو لاندي کړل. د لوبي لوړۍ نيمايي د بارسلونا په گټه ۲ پر ۱ پای ته ورسېده.
بايرن مونشن تر وقفې وروسته تلاښ کاوه چي په لوبه کي بدلون راولي او په دې هم وتوانېد چي د گول وهلو ښه چانسونه ولري. بايرن وتوانېد چي دوه نور گوله هم ووهي، خو د بارسلونا په لوبغالي کي ئې لوبه درې صفر بايللې وه، ځکه نو له سياليو ووت.
په انځور کي د بايرن مونشن او بارسلونا ترينران تر لوبي وروسته د خدای په امانۍ پر مهال.
د سږ کال د اروپا د اتلانو ليگ پای لوبه به د جون مياشتي پر ۶ نېټه د آلمان د پلازمېنه د المپيک په لوبغالي کي، د يوونتوس تورين او بارسلونا ترمنځ وي.