1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رياض ته د ترمپ سفر؛ تسليحاتي سوداگري او له ترهگرۍ سره مبارزه

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۹, جمعه

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ خپل لومړی بهرنی سفر سعودي عربستان ته کوي. هغه په پام کي لري چي د افراطيت پر ضد وينا او له عربستان سره د تسليحاتي سوداگرۍ ژمنه وکړي.

https://p.dw.com/p/2dFjw
USA Donald Trump steigt in die Air Force One
انځور: Reuters/J. Ernst

د هغه سلاکاران سر له اوسه لا د يوه تاريخي سفر خبره کوي. ترمپ تر جيمي کارتر وروسته د امريکا متحدو ايالاتو لومړی ولسمشر دی چي خپل لومړی بهرنی سفر کاناډا یا مکسيکو ته نه، بلکي سعودي عربستان ته کوي. هغه هم په داسي حال کي چي د امريکا کورنۍ ستونزي ورځ تر بلي زياتيږي.

د «بهرنيو روابطو شورا» له څېړنيز مرکز څخه اليوت ابرامز د ترمپ سفر د «پام وړ» گڼي او وايي: «دونالد ترمپ ولسمشرۍ ته د انتخاباتي مبارزې پر مهال ژمنه کړې وه چي د منځني ختيځ په برخه کي له ټولو شخړو او کړکېچونو څخه به ځان ليري وساتي. او اوس ئې خپل لومړی بهرنۍ سفر همدغه منځني ختيځ ته دی.»

د سپيني ماڼۍ د سرچينو په حواله «جمهوررئيس سعودي عربستان ته سفر کوي څو اسلامي نړۍ د گډ دښمن پر وړاندي متحده کړي».

پتېيل سوې ده چي ترمپ به د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره وګوري او وروسته به د خليج هیوادونو په غونډه کې گډون وکړي. ترمپ به دغه راز په رياض کي د نړۍ د ۵۰ اسلامي هيوادونو د مشرانو په غونډه کي چي د هغه د ليدو له پاره رابلل سوي دي، وينا وکړي.

دونالد ترمپ پر خپل ځان د ځانگړي باور لرلو سره وايې:«زه به په رياض کې د اسلامي هيوادونو له مشرانو سره وگورم او له هغوی څخه به وغواړم چې له کرکې او سخت دريزۍ سره مبارزه وکړي او په دې سره د خپل دين سوله ايزه لار د راتلونکي له پاره هواره کړي.» هغه زیاته کړې ده چي په رياض کې به د ده له پيغام څخه هغوی خوشاله شي.

له دې سره سره چي ترمپ د ټاکنو پرمهال د مسلمانانو په اړه خصمانه خبري کړي او امريکا ته ئې د اوو اسلامي هيوادونو د وگړو پر ورتگ باندي د بنديز فرمان صادر کړی، د خليج مشران به په ريښتيا سره د ولسمشر ترمپ ښه هر کلې وکړي.

د «هريتج» په نوم محافظه کار بنسټ څخه چې په داخلي او بهرني سیاسي مسايلو کي ولسمشر ته مشوري ورکوي، نيله ګاردينه وايې:«د اوباما پر خلاف له ترمپ سره موږ په منځني ختيځ کې د امريکا دوديز بهرني سیاست ته بيرته ورګرځيدنه  تجربه کوو.»

ګاردینر پر اوباما انتقاد کوی چې د امريکا نږدې ملګري يې په سيمه کي له پامه وغورځول او له ايران سره په خپل سیاست سره يې له سعودي سره زموږ مناسباتو ته سخت زيان ورساوه. پخواني ولسمشر اوباما د عربستان شاهی کورنۍ له سخت دريزۍ څخه په ملاتړ او په ډيرو برخو کې له بشری حقونو څخه په سرغړوني سره پرې انتقادونه وکړل."

ګاردينر زياتوي:« د دي سفر هدف په دې کې دې چې امريکا او سعودي عربستان خپله ملګرتيا له سره تازه کړي او د سعودي خلکو ته ډاډ ورکړي چي امريکا په دې هکله ټينګ هوډ لري چې د ايران له خوا په سیمه کي د بي ثباته کولو کړنو پر وړاندې به په کلکه مبارزه وکړي.»

خو له ليبرتن کاتو انستيوت څخه ايما اشفورد بیا پري نيوکه لري او وايې:«د ترمپ اړيکي به له سعودي عربستان سره د اوباما په پرتله ارامي وي خو دا د امريکي د بهرني سیاست له پاره ښه نه ده.»

 د اوباما حکومت مهمو ټکو ته پام اړولی وو. لکه په ټولنه کې د ښځو او بشري حقونو له پاره کار کول. خو ترمپ داسې ښکاره کوي چې ګواکې د ده له پاره دا کوم لومړيتوب نه لري.

اټکل کيږي چې د ترمپ وینا به د اوباما له وينا سره توپير ولري چي په ۲۰۰۹م کال يې په مصر کي وکړه. يعني دغه وينا به د هيوادونو مشرانو ته متوجه وي نه د عربي نړۍ ولس ته مخاطب.

دغه راز د دې تمه کيږي چې رياض ته د ترمپ د سفر پرمهال له سعودي عربستان سره د ۱۰۰ ميليارده ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو سودگري وسي.

ترمپ نن د جمعې په ورځ په يوه اته ورځني سفر وځي چي لومړی هيواد به ئې د شنبې په ورځ سعودي عربستان وي. وروسته به ايټاليا او بروکسل ته ولاړ سي.