1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رومني د پرون ورځي مقدماتي انتخابات گټلي دي

۱۳۹۰ اسفند ۱۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14GLs

د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشرې په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند په داخلي مبارزه کي پخواني والي او میليونر ميټ رومني، په لږ تفاوت سره ټاکنې گټلي دي. دغه ټاکنې چې تیره ورځ په ۱۰ ايالتونو کي تر سره سوې، د ده حريف او پخواني سناتور ريک سانتورم دوهم ځای خپل کړ. په دې ډول نو دا د رومني پنځم برياليتوب دئ چي په دغو مقدماتي ټاکنو کي ئې په لاس راوړي. د پارلمان پخوانی رئيس نيوت ګِينګريش، يوازي په جورجيا کي ټاکنې گټلې دي. د الاسکا څخه لا وروستي نتايج نه دي رارسيدلي.