رومني بیا هم په ټاکنو کې بری تر لاسه کړی دئ
۱۳۹۱ فروردین ۱۶, چهارشنبهاعلان
په امریکا کې د ولسمشرې له پاره په مخکنی ټاکنو کې بیا هم د جمهوري غوښتونکو د گوند میټ رومني، ډېر مخکې دئ. دغه پخواني ښاروال له انتظار سره سم د متحده ایالاتو د ماري لند، ویسکونسین او د واشنګتن دي سي، په مرکزي ناحیه کی ټاکنې ګټلي.
اوس هغه د رایو څه د پاسه هغه نیمیایي برخه تر لاسه کړه چې د اګست په آخره کې ئې باید په لاس راوړې وای. داسي ښکاري چې بارک اوباما به هم د رومني په مقابل کې د مبارزې له پاره ځان عیاروي.