1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې په سوريه کي د بریدونو اعلان کړی

۱۳۹۵ آبان ۱۹, چهارشنبه

په داسې حال کې چې د نړۍ توجه د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته ده، روسیه په سوریه کې خپل پوځي عملیات پیاوړي کوي. روسیه د سوریې په حلب ښار کې د حکومت د مخالفینو پر ضد هوایي بریدونه غواړي.

https://p.dw.com/p/2SOSL
Norwegen | Der Russische Flugzeugträger Admiral Kuznetsov in iinternationalen Gewässern vor Norwegen
انځور: Reuters/NTB Scanpix

د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی دی چې له یوې الوتکې انتقالونکي بیړۍ څخه په سوریه کې پر اهدافو پیلیدونکي هوایي بریدونه په درشل کې دي.

په مسکو کې د دفاع وزارت یوه استازي ویلي دي چې په مدیترانه سمندرگې کي د کوزنیڅوف بېړۍ، جنگي الوتکې او له دغې بیړۍ سره مل بله بیړۍ چې په درنو وسلو سمبال ده، په نزدې راتلونکي کې به په حلب کې د حکومت مخالفین په نخښه کړي.

د کریملن ویاند دیمتري پیسکوف، ټینگار کړی دی چې د تیرو اوونیو په څیر به د حلب په ختیځه څنډه کې د جگړې په سیمه مستقیم بریدونه وشي. مسکو ويلي دي چې له درو اوونیو راهیسې روسي او سوریایي جنگي الوتکو د حلب په ختیځ کې د بریدونو توقف ته پام کاوه، خو په وینا یې دغه توافق د حلب د شا و خوا ولایتونو له پاره صدق نه کوي.

په جگړو کې ډیر کسان وژل شوي

د سه شنبې په ورځ په شمال لویدیځ ولایت ادلیب کې د جگړو په ترڅ کې ۲۰ تنه وژل شوي دي. لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې په خان شیخون سیمه کې د سوریې او یا هم د روسیې هوایي الوتکو په بریدونو کې اووه ماشومان او دوې میندواره میرمنې وژل شوي دي. زیاه شوې ده چې اووه تنه په باربو کلي کې وژل شوي دي.

روسي خبري آژانس تاس، د روسیې د دفاع وزارت د ویاند له قوله لیکلي دي چې د نوامبر میاشتې پر اتمه نېټه روسۍ الوتکو په خان شیخون سیمه کې کوم ماموریت نه درلود. زیاته شوې ده چې پر دغه سیمه یې د توغندیو کوم بریدونه هم نه دي تر سره کړي.

په ادلیب کې د هغو سیمو کنترول د یاغیانو په لاس کې دی چې ډیر ملکي کسان پکښې اوسیږي. په دغو ډلو کې ملتپالې ډلې لکه د سوریې آزادي بخښونکی پوځ تر بیرغ لاندې ډلې هم شته چې د منځلاري اپوزیسیون سره تړاو لري او د تندلارې ډلې جبهه فتح الشام، تندلاري جنگیالي هم شته. د فتح الشام ډلې پخوانی نوم د النصره جبهه وو چې له القاعدې ترهگرې شبکې سره یې اړیکي درلودې.

نور مطالب: