روسیې د دمشق پر مشرتابه باندي انتقاد کړی دئ
۱۳۹۰ اسفند ۲۵, پنجشنبهاعلان
په سوریه کي د بشارالاسد د حکومت له خوا د مظاهرو تر ټکولو یو کال وروسته، د هغه نژدې متحد روسیې پر اسد باندي سخت انتقادونه کړي دي. خارجه وزیر سیرګي لاوروف پر اسد تور ولګاوه چي ده په هیواد کي د زورزیاتي د پای ته رسولو له پاره هیڅ ډول تدابیر تر لاس لاندي نه دي نیولي.
د انترفکس آژانس په حواله لاوروف په مسکو کي د پارلمان په مخکي وویل چي متأسفانه د روسانو له خوا ټولو پیشنهادونو د اسد په تګلاره کي کوم تغییر را نه وست.
له بلي خوا وروستیو پېښو ته په کتو سره سعودي عربستان او هاليند په دمشق کي خپل سفارتونه وتړل. ملګري ملتونه هم په دغه عربي هیواد کي د لوږي له ناورین څخه خبرداری ورکوي.