1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه په سوریه کي پر چا بمباري کوي؟

آژانسونه/گل غوټۍ پوپل۱۳۹۴ مهر ۹, پنجشنبه

روسیې په لومړي وار د سوریې په جگړه کي پوځي مداخله وکړه. د روسیې په حواله د هغوی جیټ الوتکو په حما او حمص کي د داعش هدفونه بمبار کړي دي. د سوریې اپوزیسیون بیا دغه خبره ردوي او امريکا بيا پر دغه کار نیوکه کوي.

https://p.dw.com/p/1GgO0
انځور: Getty Images/AFP/M. Taha

په سوریه کي د روسيې د پوځي مداخلې په اړه تر اونیو آوازو وروسته ولادیمیر پوتین خپله ژمنه عملي کړه. د روسيې د دفاع وزارت په حواله د شلو هوايي بریدونو په ترڅ کي د افراطي ډلي اسلامي دولت اته مرکزونه بمبار سوي دي. د روسيې د دفاع وزارت وياند جنرال ایگور کوناشینکوف ویلي دي چي په غرونو کي د داعش ډلي د وسلو ډیپوگان او د کوماندې مرکزونه له منځه تللي.

هغه زیاته کړه چي دغه عملیات د روسي پوځ د ارقامو پر اساس تر سره سول او ملکي ځایونو ته نژدې سیمي نه دي زیانمنې سوي. د دفاع وزارت په دې اړه ویدیويي تصویرونه هم خپاره کړي دي.

خو برعکس د سوریې اپوزیسیون ته نژدې د بشري حقونو څارونکې اداره بیا وايي چي دغه سیمي اوس د اسلامي دولت ډلي په کنترول کي نه، بلکي د هغو متحدو یاغیانو په لاس کي وې چي غوښتل یې په سوریه کي دیموکراسي راولي.

د فعالینو په حواله په بمباري سوو سیمو کي، القاعدې ته نژدې د ال نصره په نوم جبهه او د احرار الشام ډله هم موجوده وه. د سوریې د ملي ائتلاف په نوم اپوزیسیون د مهمي ډلي مشر خالد خوجه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي د حمص په سیمه کي د روسیې له خوا بمباریو په ترڅ کي ۳۶ ملکيان وژل سوي دي. د هغه په نظر د روسیې هدف له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره مبارزه نه ده.

پر اور باندي تېل پاشل؟

د امريکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر په واشنگتن کي ویلي دي چي داسي نه ښکاري چي دغه بمبارۍ دي پر داسي سیمو سوې وي چي هلته دي افراطي ياغيان ول. هغه پر مسکو تور لگوی چي په خپل دغه پوځي ماموریت سره غواړي پر اور باندي تېل وپاشي.

د متحدو ایالاتو د یوه لوی چارواکي په حواله د بهرنیو چارو وزير جان کیري هم خپل روسي سيال سرگي لاوروف ته د روسیې د دغه چلند له کبله شکایت کړی دی. په نیویارک کي د ملگرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کي کیري وویل چي که دغه هوايي بریدونه داعش ته متوجه وي نو موږ به يې ملاتړ وکو، خو د اسد ملاتړ باید نه وسي.

په سوريه کي د روسيې د بمبار نخښي
انځور: Getty Images/AFP/M. Taha

مسکو باید شفافیت وښيي

همدارنگه د فرانسې د بهرنيو چارو وزیر لاورنت فابیوس هم په نیویارک کي دې خبري ته اشاره وکړه چي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» هدفونه نه دي بمبار سوي. د جرمني د بهرنيو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د روسيې د بریدونو په اړه وویل چي تر اوسه پوري د ثابتو هدفونو او میتودونو په هکله شواهد نسته او روسیه باید ژرترژره په دې هکله شفافیت وښيي.

شتاین مایر، د افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) پر ضد د یوه تنظیم سوي نړيوال ماموریت غوښتنه کوي. همدارنگه چین هم پر روسیې سپکه نيوکه کړې.

د دغه هیواد د بهرنيو چارو وزیر وانگ یې وویل چي نړیواله ټولنه باید دې کار ته په بې پروايي سره نه وگوري او له بلي خوا باید خپلسر عمل هم نه وکړي. د چین دغه شان دریځ د حیرانتیا وړ دی، ځکه تر اوسه چين د سوریې په اړه د روسیې د دریځ ملاتړ کاوه.

کریملن د اسد غوښتنه عملي کړه

په مسکو کي فدرالي شورا په يو اړخيزه توگه پوتین ته په سوریه کي د روسي عسکرو د ماموریت اجازه ورکړه. خو د ولسمشرۍ د ادارې مشر سرگي ایوانوف بیا د مځکنيو ځواکونو ماموریت ناممکنه بولي. روسیې په تیرو اونیو کي په سوریه کی خپل پوځي حضور ډیر قوي کړ.

ویل کیږي چي د ټانکونو تر څنگ، ښايي جنگي او بې پیلوټه الوتکي او همدا رنگه نژدې ۵۰۰ عسکر هم هلته ځای پر ځای سوي وي. د کریملن په حواله دغه پرېکړه د بشارالاسد په غوښتنه عملي سوې ده. په دمشق کي د اسد ادارې هم دا خبره منلې ده چي د سوریې حکومت له روسیې څخه د پوځي ملاتړ غوښتنه وکړه.