روسیه په افغانستان کې خپل لادرکه سرتیري لټوي
۱۳۹۱ مهر ۲۵, سهشنبه
افغانستان ته د روسیې سفیر اندره اوی تیسیان، د دوشنبې په ورځ وویل چې مسکو او کابل د یوه داسې تړون پر چمتو کولو باندې بوخت دي چې له مخې ئې د پخواني شوروي د لادرکه شوو سرتیرو د پیدا کولو هڅې پیلیږي.
په کابل کې د روسیې سفیر زیاته کړه چې په افغانستان کې د پخواني شوروي له ۲۰۰ څخه ډیر سرتیري لادرکه شوي دي. هغه وویل چې کیدای شي د دغو پخوانیو سرتیرو له ډلې څخه له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې ئې ژوندي وي.
ښاغلي اندره اوی تیسیان، وویل چې په افغانستان کې ناامنیو له کبله اوس هم د دې هیواد ځینو برخو ته چې باور کیږي پکښې ځینې لادرکه شوي روسي سرتیري ښخ وي، سفر کول ستونزمن کار دئ.
د پخواني شوروي یو شمیر سرتیري وایي چې په افغانستان کې د هغوی شاوخوا ۲۶۵ ملگري لادرکه شوي دي چې د هغوی له ډلې څخه له ۳۰ څخه تر ۴۰ تنو پورې ئې اوس هم ژوندي دي. دغه کسان ادعا کوي چې د پخواني شوروي دا سرتیري اوس په افغانستان او پاکستان کې ژوند کوي.
له تلفاتو ډکه جگړه
د پخواني شوروي ځواکونه په ۱۹۷۹ کال کې افغانستان ته راغلل او تر لس کاله جگړې وروسته په ۱۹۸۹ کال کې له دې هیواد څخه وتلو ته اړ شول. دغې لس کلنې جگړې پخواني شوروي ته ډیر ځاني او مالي تاوانونه واړول.
که څه هم تر اوسه پورې په افغانستان کې د پخواني شوروي د ځواکونو د تلفاتو دقیقه شمیره په لاس کې نه شته خو ځیني شمیرې ښيي چې د شوروي ځواکونو ۱۴۴۵۳ تنه سرتیري په افغانستان کې ووژل شول. پر وژل شوو کسانو سربیره شاوخوا ۵۳۷۵۳ تنه نور روسي سرتیري په افغانستان کې ټپي شوي هم دي.