روسیه په افغانستان کې خپل سرتیري لټوي
۱۳۹۱ مهر ۲۵, سهشنبهاعلان
روسیې له افغان دولت او د دې هیواد له خکلو څخه غوښتي دي چې د هغو ۲۰۰ روسي سرتیرو په اړه خپل معلومات له دې هیواد سره شریک کړي چې په افغانستان کې روسي ځواکونو د شتون پر مهال لادرکه شوي دي.
ویل کیږي چې د دغو ۲۰۰ سرتیرو له ډلې څخه له ۳۰ تر ۴۰ تنه ئې اوس هم ژوندي دي.
په افغانستان کې د روسیې سفیر د دوشنبې په ورځ وویل چې دواړه هیوادونه اوس په یوه داسې تړون کار کوي چې له مخې د دغو سرتیرو د پیدا کولو چارې تنظیم شي.
هغه زیاته کړې ده چې ښايي ځینو هغو سیمو ته چې باور کیږي ځینې دغه سرتیري په کې ښخ شوي وي تگ د امنیتي اندیښنو له کبله یو څه ستونزمن کار وي.