1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه، له ایران سره د تیلو سوداگري غواړي

طاهر شیر محمدي/سید ریاض۱۳۹۴ تیر ۱۷, چهارشنبه

په داسې حال کې چې د ایران د اتومي پروگرام پر سر خبرې اترې یو ځل بیا وغځیدي، روسیه او ایران غواړي چې د تیلو یو داسې تړون رامنځته کړي، چې له مخې یې ایران د تیلو په بدل کې د دافع هوا توغندي تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/1Fv4r
انځور: Shana

په پام کې ده چې د شانگهایي د همکاریو د سازمان د غونډې په څنډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره وویني. دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ د روسیې په اوفا، ښار کې پیلیږي.

د شانگهاي د همکاریو په سازمان کې ایران د ناظر، هیواد په حیث گډون کوي یعنې د دغه سازمان د بشپړ غړیتوب څخه برخمن نه دی. په نوموړي سازمان کې د بشپړ غړیتوب د تر لاسه کولو له پاره د دغه هیواد ټولې هڅې ناکامه شوي دي، ځکه چې پر کومو هیوادونو چې بندیزونه لگیدلي وي، نه شي کولای چې د شانگهای د همکاریو په سازمان کې شامل شي.

دواړه هیوادونه یعنې روسیه او ایران غواړي په پټه توگه سوداگري وکړي. د رسنیو د رپوټونو له مخې ایران غواړي چې د ۲۰ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت تیل، روسیې ته انتقال کړي. د هغې په بدل کې به ایران S-300 ډوله دافع هوا توغندي تر لاسه کړي.

د ایران د نفتو وزیر بیژن نامدار زنگنه، رسمي خبري آژانس تسنیم، ته ویلي دي چې هغه لا تر مخه د جون میاشتې په اوایلو کې د روسیې د انرژۍ له وزیر الیکسندر نواک، سره د دې پروژې په هکله خبري کړي دي. د روسي د رسنیو د رپوټونو له مخې په پام کې ده چې ایران هره ورځ د لوړې درجې ۵۰۰ زره بیرله خام تیل صادر کړي او د هغې په بدل کې روسي توکي لکه فلز، غنم او د تیلو محصولات تر لاسه کړي.


کارپوهان په دې آند دي چې روسیه به د راکړې ورکړې په دغه معامله کې ډیرې کمې پیسې ورکړي او یا ښايي هیڅ یې ور هم نه کړی او د دې له لارې به د مرکزي آسیا د سیمې په بازار کې د تیلو د ستر صادرونکي واکمن دریځ خپل کړي. لوی مصرفوونکی یا مستهلک هیوادونه چین او هند د بیلگې په توگه له دې لارې به روسي تیل راونیسي او په مستقیمه توگه به له ایران څخه صادرې شي، پرته له دې چې له روسیې څخه د اوږدې لارې انتقال شي.

Archivbild Iran Kriegsschiff Straße von Hormus
انځور: picture alliance/abaca

امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې پر دې باندې انتقاد کړی دی چې د بندیزونو د لیرې کیدو د مخه د دغو ډول معاملو جواز نه شته. له روسیې سره د کریمیا د نیمه ټاپو د الحاق وروسته پخپله پر روسیې هم بندیزونه لگیدلي دي. خو له دې سره سره د اقتصادي چارو کارپوه مهرداد عمادي، چې د اروپایي ټولنې کمېسیون ته هم مشورې ورکوي په دې نظر دی چې دغسې یو تړون نړیوال بندیزونه نه نقضوي، د هغه په وینا دا ځکه چې د سوداگرۍ مالونه په بندیزونو کې نه دي شامل. هغه زیاته کړې ده «په اوسني وضعیت کې زه ډیر خوشبینه یم، چې روسان په مستقیمه توگه له روسیې څخه تیل رانیسي.»

S-300 ډوله دافع هوا توغندي

د روسیې له لوري ایران ته په عرضه کوونکو شیان په ډله کې د دافع هوا S-300 ډوله توغندي هم شامل دي. د روسیې د داخلي استخباراتي ادارې یا (FSB) پخوانی مشر نیکولایي پلاتونوویچ پاتروشیو، وایي چې دغه سیستم یوازې دفاعي سیستم دی، نه تهاجمي. د هغه په وینا ایران دغه سیستم د خپل ملي امنیت له پاره کارولی شي، نه د نورو هیوادونو د زیان له پاره.

مسکو میشته د دفاعي چارو کارپوه پاویل فېلگن هاور، په دې نظر دی چې روسیه، ایران ته د S-300 ډوله توغندیو په لیږلو سره د ملگرو ملتونو بندیزونه نقضوي. فیلگن هاور استدلال کوي چې دغه توغندي یوازې دافع هوا سیستم نه دی بلکې یوه تهاجمي وسله هم ده، ځکه چې په وینا یې دغه توغندي کولای شي په اعظمی صورت ۱۵۰ کیلومتره واټن او تر ۲۷ کیلومتره ارتفاع پورې هدفونه لکه بیړۍ، الوتکې او یا هم د ځمکې پر سر اهداف په نښه کړي.

که چیرې ایران دغه S-300 ډوله توغندي د هرمز په تنگي کې ځای پر ځای کړي، نو د فارس په خلیج کې به د ایران موقف پیاوړی شي. د ایران له لوري کنترولیدونکي دغه لار په نړیواله کچه د نفتو د صادراتو له پاره مهم مسیر دی. په ۲۰۱۴م کال کې د نړۍ د اړتیا ۴۰ سلنه تیل له دغې لارې انتقال شوي دي.