1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه د خیتځ اوکراین ټاکنې مني، اروپا یې ردوي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آبان ۱۲, دوشنبه

د اوکراین په هغو سیمو کې چې د بیلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې دي ټاکنې ترسره شوې دي. د ټاکنو پایلې د روسیې له خوا منل شوي خو اروپايي ټولنې او اوکراین بیا رد کړې دي.

https://p.dw.com/p/1Dg0r
انځور: Reuters/Maxim Zmeyev

د اوکراین د بیلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې سیمو کې د ټاکنو پایلې هغه شان وې، چې تمه یې کیده. په دونیڅک او لوهانسک کې د یکشنبې په ورځ ټاکنې وشوې. په دواړو سیمو کې هغو کسانو ټاکنې گټلې دي چې لا مخکې د «په خپل سر» اعلان شوې «د خلکو د جمهوریتونو» مشران وو.

تر رایې اچوونې وروسته د یوې ترسره شوې نظر پوښتنې پایلې ښيي چې د دونیڅک «د خلکو جمهوریت» مشر ۳۸ کلن الکسندر سخارچینکو، ۸۰ سنله رایې گټلې دي. په لوهانسک کې هم د روسي پلوو بیلتون غوښتونکو مشر ۵۰ کلن ایگور پلوت ینڅکي، ټاکنې گټلې دي. ویل کیږي چې هغه ۶۰ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

کریملن په دغو سیمو کې د ټاکنو پایلې منلې دي خو لویدیځو هیوادونو بیا متفاوت غبرگون ښوولی دی. روسي سیمه ییزو رسنیو د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي دي: «موږ د اوکراین د سویل ختیځې برخې د اوسیدونکو د ارادې درناوی کوو. ټاکل شوي کسان اوس دنده لري چې په سیمه کې موجودې ستونزې حل کړي او ژوند بیرته نورمال حالت ته راولي.»

«د سولې پر وړاندې خنډ»

اروپايي ټولنې بیا دغه ټاکنې رد کړې دي. د دغې ټولنې د بهرنیو چارو نوې همغږې کوونکې فیدریکا موگوریني، ویلي دي چې دا اقدام به د سولې راوستلو له پاره هڅې نورې هم پيچلې کړې. د هغې د دفتر له خوا په خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «زه په لوهانسک او دونیڅک کې ننۍ ترسره شوې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې، د اوکراین د سولې په لاره کې یو نوی خنډ بلم. ټاکنې غیرې قانوني او بې اعتباره دي او اروپايي ټولنه به هغه په رسمیت و نه پیژني.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د دوشنبې په ورځ په اندونیزیا کې ویلي دي چې برلین د موگوریني د څرگندونو بشپړ ملاتړ کوي. شتاین مایر وویل: «دا زما له پاره واضح ده چې په ختیځ اوکراین کې ترسره شوې په اصطلاح ټاکنې د مینسک د تړون خلاف دي. دا کار نه د مفهوم او نه هم د هدف له مخې د مینسک له تړون سره برابرې دی. له همدې کبله هغه څه چې عالي استازې د اروپایي ټولنې په استازیتوب ویلي دي، صدق کوي او هغه دا چې موږ دا ټاکنې په رسمیت نه شو پیژندلای.»

د اروپايي ټولنې د همکارۍ او امنیت سازمان، چې روسیه یې هم غړیتوب لري، دغه ټاکنې غندلې دي. دې سازمان هم پر دې خبره باندې ټاینگار کړی دی چې ټاکنې د مینسک له هوکړو سره په ټکر کې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب