1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسي ځواکونه د اوکراين له سرحده پر شا سول

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

د روسيې د دفاع وزارت ويلي دي چي د اوکراين سرحد ته نژدې يې پوځي مانورې پای ته رسولي او ځواکونه يې بيرته خپلو قرارگاه وو ته ستانه سوي دي. روسيه وايي دغه کار يې د اوکراين له اړخه د ډاډ د ترلاسه کولو وروسته کړی دی.

https://p.dw.com/p/1BqbE
انځور: picture-alliance/dpa

انترفکس خبري آژانس ليکي چي د اوکراين سرحد ته نژدې پوځي مانورې ظاهراً پای ته رسېدلي دي. آژانس کاږي چي د روسيې د دفاع وزير سرگي شويگو، له خپل امریکايي سيال چاک هېگل سره په يوه تليفوني تماس کي ويلي دي چي په پوځي مانورو کي ونډه اخيستونکي عسکر بيرته خپلو اډو ته ستانه سوي دي.

د اوکراين د انتقالي حکومت د معلوماتو له مخي روسي ځواکونه د اپريل مياشتي په نيمايي کي د دوی د سرحد يو کيلومترۍ ته ور نژدې سوي ول.

د روسيې د دفاع وزارت له خوا په يوه مطبوعاتي بيانيه کي د شويگو، په حواله ويل سوي دي چي د ځواکونو د پرشا کولو دليل يې دا دی چي د اوکراين له خوا دوی ته ډاډ ورکړل سوی دی چي ځواکونه به يې د دغه هيواد په ختيځ کي «د غير وسله والو کسانو پر وړاندي پوځي عمل نه کوي.» ځکه نو روسي ځواکونه خپلو اډو ته ستانه سوي دي.

د امریکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت له خوا په خپر سوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي د روسيې د دفاع وزير سرگي شويگو، يو وار بيا ويلي دي چي روسي ځواکونه به اوکران ته داخل نه سي.

خو په عيني حال کي چاک هېگل ويلي دي چي روسيه دي په اوکراين کي خپل «بې ثباته کوونکي» نفوذ ته د پای ټکی کښېږدي او گواښ يې کړی دی چي که د روسيې اوسنی دريځ دوام پيدا کړي، هغه به په نړيواله کچه له اقتصادي پلوه نور هم په انزوا کي سي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سرگي ريابکوف، ويلي دي چي د واشنگټن هغې پريکړي ته چي له مخي يې پر ځينو روسي شرکتونو باندي بنديزونه لگول سوي دي ډير «دردوونکی» جواب ورکړل سي.

بنديزونه نور هم زيات سوي

د امریکا متحده ايالاتو او اروپايي ټولني پر روسيې باندي د اوکراين د کړکېچ په اړه بنديزونه نور هم زيات کړي دي. اروپايي ټولني ۱۵ نور کسان هم په خپل هغه ليست کي شامل کړي دي چي دغي ټولني ته سفر کولای نه سي او سرمايي يې کنگل سوي دي.

په دې ترتيب سره د هغو کسانو شمېر چي دغه شان بنديزونه ورباندي لگول سوي دي شمېر يې ۴۸ تنو ته رسېدلی دی. په دغو کسانو کي د روسيې د لومړي وزير مرستيال ديميتري نيکولايويچ کوزاک، او د پارلمان د رئيس مرستياله لودميلا ايوانوونا، شامل دي پر دې سربير د روسيې لوی درستيز واليري واسيلوويچ گيراسيموف، هم کولای نه سي چي د اروپايي ټولني غړو هيوادونو ته سفر وکړي.