1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسي پلوو ځواکونو اوکرايني هوایی ډگر نیولی دی

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۳ فروردین ۳, یکشنبه

روسي ځواکونو په کریمیا کې د اوکراین هوایي ډگر نیولی دی. په عین وخت کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د خبرو اترو له پاره اوکراین ته سفر کړی دی.

https://p.dw.com/p/1BUTL
انځور: Reuters

د کریمیا مرکزي ښار سیمفرپول، ته څیرمه د بیل بېک، پر هوایي ډگر باندې د شنبې په ورځ د هجوم وروړولو پر وخت روسي ځانگړو ځواکونو هوایي ډزې کړي دي او له بې حسه کوونکو لاسي بمونو څخه یې کار اخیستی دی. دا په کریمیا کې وروستی لوی مرکز وو چې د روسي پلوو ځواکونو له لوري اشغالیږي.

روسي ځواکونو لا تر مخه د کریمیا د کړکیچ په پیل کې د هوايي ډگرونو ځغاست لیکې او جنگي الوتکې تر خپلې ولکې لاندې راوستې وې. دغه مرکز چې د شنبې په ورځ د وسلوالو کسانو له خوا نیول شوی پکښې قشلې، د وسلو زیرمې او د قوماندانۍ یو مرکز هم موجودی دی.

د اوکرایین د دفاع وزارت د شنبې په ناوخته دا خبره تائید کړې ده چې د دوی سرتیري له دغه ودانۍ څخه وتلي دي او په دغه پيښه کې یو اوکراینی سرتیری او یو خبریال ټپي شوی دی.

د اوکراین د دفاع وزارت د وینا له مخې د شنبې په سهار یو شمیر روسي پلوو کسانو د سیمفرپول په لویدیځ کې د نوو فیدریکا، پر پوځي اډې باندې هجوم وروړی وو. زیاته شوې ده چې د دغه پوځي اډې تر خالي کیدو وروسته په دغه ځای کې د روسیې بیرغ پورته کړل شوی دی.

پر دې سربیره روسي ځواکونو د کریمیا وروستۍ سمندري بیړۍ «سلاووتیچ» هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده چې پرې د اوکرایین بیرغ رپیده.

آلمان: روسیه اروپا ویشي

د شنبې په ورځ اوکراین ته د خپل سفر په ترڅ کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، ویلي دي چې په کریمیا کې له اوکراین څخه د بیلتون او له روسیې سره د یو ځای کیدو په اړه تر سره شوی ریفرنډم چې ولادیمیر پوتین د یوه قانون په لاسلیکولو سره بشپړ کړ «له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه او د اروپا د ویشل کیدو یوه هڅه ده.»

په کیف کې له لومړي وزیر آرسیني یاڅینوک، سره تر لیدنې کتنې وروسته شتاین مایر، د اوکراين له لویدیځ پلوه حکومت سره د نورو مرستو غوښتنه کړې ده. شتاین مایر ویلي دي چې آلمان غواړي له اوکرایین سره «تر خپله وسه مرسته وکړي».

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین ختیځ ښار دونیتسک، ته هم سفر کړی دی تر څو له محلي چارواکو سره خبرې اترې وکړي. په دغه ځای کې شاوخوا ۵ زره تنو له روسیې سره د نزدي اړیکو له پاره یو لاریون کړی دی.

د اوکراین له پاره ملاتړ

د کاناډا لومړي وزیر ستیفن هارپر، هم د شنبې پر ورځ کیف ته سفر کړی وو. دی د جې ۷، د ډلې لومړنی مشر دی چې په کریمیا کې د مارچ میاشتې پر ۱۶مه نیټه د تر سره شوي ریفرنډم یا ټولپوښتنې وروسته دغه ځای ته سفر کوي تر څو له اوکراینانو سره خپل ملاتړ څرگند کړي.

هارپر ویلي دي چې پوتین د ۱۹۹۴م کال تړون چې له مخې یې روسیې او یو شمیر لویدیځو هیوادونو د اوکراین له لوري روسیې ته د اتومي زیرمو د ورکولو په بدل کې د کریمیا د بشپړ ملي حاکمیت ضمانت ورکړی وو، «نړیوال اعتبار تر پوښتنې لاندې راوستی دی.»

همداشان د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، هم د شنبې په ورځ په کیف کې د دغه هیواد له لومړي وزیر سره لیدلي دي او د اوکراین د موقت حکومت د راتلونکي په اړه یې خوشبني څرگنده کړې ده.