روسيې د م م د تور ليست څخه د ۷ تنو طالب مشرانو د نومونو د ايستلو ملاتړ کړی
۱۳۸۹ مرداد ۸, جمعهد روسيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره سوې علاميه کي ويل سوي چي تيره ورځ په نيويارک کي د ملګرو ملتونو د امنيت شوار په غونډه کي روسيې په رسمي ډول د افغان حکومت د هغه غوښتني چي د ملګرو ملتونو د تور ليست څخه دي د ۷ تنو پخوانيو طالب مشرانو نومونه و ايستل سي ملاتړ کړی دی.
په علاميه کي ويل سوي چي په دې سره نو دافغان حکومت د هغو هڅو چي د سولي او ثبات د ټنګولو دپاره کوي ملاتړ سوي،تر څو د يو سوليز او ازاد افغانستان د جوړولو دپاره مهم قامونه پورته سي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي « موږ ددې سره حساب کو چي دغه پريکړه به په افغانستان کي د ټولو مسوليتونو سره سره ومنل، د هغه هيواد سياسي او ټولنيزي ګړۍ هڅوي چي د نړيوالي ټولني د ثبات ټنګولو ستراتيژۍ په تطبيق کي پوره مرسته وکړي.»
دغه راز په خبر کي ويل سوي چي د روسيې لخوا دغه پريکړه ددې مانا نه ورکوي چي مسکو په يواز توب سره د ملګرو ملتونو پر تور ليست باندي تجديد نظر غواړي.
«موږ په وار وار دا ويلي دي چي د ملګرو ملتونو د تور ليست څخه دي يوازي په هغه صورت کي د يو شمېر طالب مشرانو نومونه و ايستل سي چي هغوی نور د القاعدې د ترورستي شبکې سره نور تړاو ونه لري، سلاوي پر مځکه کښېږدي او د افغانستا اساسي قانون ومني.»
ag/ زيارمل
کتونکی. ضياالحق فضلي