1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې او امريکا په افغانستان کښي څلور واري گډ عمليات ترسره کړي

۱۳۹۰ فروردین ۱۸, پنجشنبه

د روسيې د نشه يي موادو په وړاندي د مبارزې اداره وايي چي ، د امريکا سره يې په گډه په دې وروستيو مياشتو کي په افغانستان کي د نشه يي موادو پرتوليد ځايونو يو لړ بريالي عمليات ترسره کړي.

https://p.dw.com/p/RG8w
"کارخاني د افغان امنيتي ځواکونو لخوا له منځه وړل سوي دي"
"کارخاني د افغان امنيتي ځواکونو لخوا له منځه وړل سوي دي"انځور: picture-alliance/ dpa

ددغي ادارې مشر ويکتور ايوانوف د پنجشنبې په ورځ په مسکو کښي خبريالانو ته وويل چي « څلور بريالي عمليات تر سره سوي.»

د هغه په خبره ددې لړۍ لومړی پړاو د ۲۰۱۰ کال د ډسمبر پر ۱۷ د „Fury-1“ په نامه پيل سو چي په ترڅ کښي يې ۳۴۴ کيلوگرامه هيروين او ۲۵ کيلو گرامه ترياک له منځه يووړل سول.

دوهم پړاو يې د يادي مياشتي پر ۱۸ يعني يوه ورځ وروسته د „Fury-2“ په نامه و چي په ترځ کي يې ۳۰۰ کيلوگرامه هيروين او ۱۶۰ کيلو گرامه ترياک له منځه يو وړل سول.

د ايوانوف په خبره دغه راز د روان کال د فيبرورۍ د مياشتي پر ۱۷ او ۲۲ نېټه په افغانستان کي د نشه يي موادو د توليد پر کارخانو ځانگړې عمليات ترسره سوي چي په ترځ کښي يې ۷۵۵ کيلوگرامه هيروين ۱۱۲ کيلو گرامه ترياک او ۴۴۵۰ کيلوگرامه چرس له منځه وړي دي.

په عملياتو کښي وسلې او سټلايټ تليفونه هم نيول سوي دي.

د هغه په خبره په افغانستان کښي دغه عمليات د ډسمبرد مياشتي له نيمايي څخه د فيبرورۍ تر پايه پوري په لاره اچول سوي ول.

دغه عمليات د امريکايي ځواکونو په مرسته افغان او تاجکي ځواکونو تر سره کړي دي.

او کارخاني د افغان امنيتي ځواکونو لخوا له منځه وړل سوي دي.

د هغه په خبره ددې موادو عمده پلورونکي په روسيه کي ناست چي دا موږ د هغه ځايه قدم پر قدم تعقيب او بلاخيره د کارخانو په له منځه وړلو يې هم وتوانيدو.

ايوانوف زياته کړې چي ددې موادو په وړاندي به د« روسيې- امريکې- تاجکسان- افغانستان گډه مبارزه روانه وي.

په روسيه کي د نشه يي موادو د کنترول ادارې د معلوماتو له مخه په هغه هيواد کښي شاوخوا پنځه مليونه انسانان په نشوو روږد دي « تقريباً ټوله يې په هغو هيروينو اخته دي چي د افغانستان څخه ور قاچاق کيږي.»

ددغه ادارې معلومات دغه راز ښيي چي ددغو موادو څخه هر کال په روسيه کي په لسهاوو زره انسانان خپل ژوند د لاسه ورکوي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل