روسيې او امريکا د اټومي وسلو د کمولو تړون لاسليک کړی
۱۳۸۹ فروردین ۲۲, یکشنبهدغه تړون چي د چيک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کي لاسليک سو،له دې سره به د اټومي خوليو شمېر له 2200 دانو څخه 1550 دانو ته راکم کړل سي. همدا شان به د خوليو وړونکو راکټونو شمېر800 دانو ته نميايي راټيټيږي. اوباما د امريکا او روسيې تړون له شلو کلونو راهيسې تر ټولو د اهميت وړ يو تړون وباله.
«موږ خپلو دې نړيوالو کوښښونو ته دوام ورکوو، چي د دې وسلو د پراخېدنې مخه ونيسو. موږ نور هېوادونه هم دې ته هڅوو، په دې برخه کي خپلو مسئوليتونو ته پاملرنه وکي.»
په واشنگټن کې د امريکې له بهرني قنسل څخه واينه ميري Wayne Merry وايي، چې اوباما ته تر هر څه د اهميت وړ موضوع هم هغه د اتومي وسلو نه تيتېدنه ده.
«د ده د ادارې د پاره د روسي وسلو تر کنترول نه، د اتومي وسلو د نه پراخېدنه موضوع د زيات اهميت وړ ده.»
که څه هم امريکايان له روسيې سره د بې وسلې کونې تړون کوي، خو موخه يې ايران دئ. تهران ته بايد د خپلو اتومي وسلو جوړولو کار مشکل شي. بيا هم ويانه ميري Wayne Merry په دې اند ده، چې له همدې کبله واشنگټن په راتلونکو مياشتو کې د زروي وسلو د امنيت په خاطر يو شمېر نړيوال کافرانسونه جوړوي.
«اوباما له دې تړون سره دوې موخې لري: لومړی له مسکو سره د اړيکو د نوي پړاو شروع او دوهم دا چې، غواړي له نورو هېوادونو سره په شريکه، کوم به چې د اپريل په مياشت کې د زروي وسلو د امنيت په کانفرانس او يا د مۍ په مياشت کې د اتومي وسلو د نه پراخونې په غونډه کې گډون کوي، د امن پر نړيواله جرگه زور واچوي. تر څو هغه پر ايران باندې بنديزونه ولګوي، او په دې ډول سره د اټومي وسلو له جوړولوڅخه لاس واخلي.»
دغه تړون لس کاله د اعتبار وړ دی او د START-2 تړون ځای نيسي، د کوم مده چې د تېر کال په ډسمبرکي ختمه سوې ده. دا تړون به هغه وخت د اعتبار وړ وي، چي د امريکې د سنا لخوا هم ومنل سي. خو کار کيدای سي، د کورنيو سياسي لانجو له مخه لږ څه کړکېچن هم وي. په سنا کې د دوه پر دريه اکثريت لاس ته راوړلو په خاطر ښايي چې جمهوريت غوښتونکي هم له اوباما څخه ملاتړ وکوي.
Soric, Miodrag/ محمد عارف وردګ
کتونکی. زيارمل