روسيې او اسرايلو د پوځي همکاريو تړون لاسليک کړی
۱۳۸۹ شهریور ۱۶, سهشنبهد روسيې د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخه دغسي يوه موافقه پرون په مسکو کي د روسيې د دفاع وزير، اناتولي سرديوکوف او د هغه د اسرايلي همتا ايهود بارک له خوا لاس ليک سوه.
سرديوکوف د موافقې ترلاسليک کولو وروسته وويل:«د روانو ننګونو په هکله زموږ نظر او ديد سره ورته يا سره يو شان دی». هغه زياته کړه په دې اړه تروريزم اود ډله ايزو وژنو وسلي د يادوني وړ موضوعات دي.
د روسيې د دفاع وزير وويل چي روسيه په اوسني وخت کي د خپل پوځ عصري کول « په جديت او پوره ځيرتيا سره» تعقيبوي او په دې برخه کي د اسرايلو د پوځ تجربو ته اړتيا لري.
روسيې د روان کال په پيل کي د 12 اسراييلي بې پيلوته الوتکو فرمايش ورکړ او د لومړي ځل لپاره يي له اسراييلو څخه پوځي تجهيزات واخيستل.
د اسراييلو د دفاع وزير، بارک، وويل چي له دې مخکي اسرايلو له روسيې سره د تروريزم او د امنيتي مسايلو په برخه کي يوبل سره خپلي تجربې شريکي کړي دي. په دې اړه د بې پيلوټه الوتکو څخه د کار اخيستو لاري چاري هم د يادوني وړدي.
د اسراييلو او روسيې ترمنځ د پلان سوو پوځي همکاريو په هکله نورجزييات تر اوسه پوري بربڼد سوي نه دي.
پخوا له سوريې او ايران سره چي د اسراييلو سرسخت دښمنان ګڼل کيږي، د روسيي د پوځي تجهيزاتو تجارتي معاملي د مسکو او تل ابيب ترمنځ د اړيکو د خړپړتيا سبب سوي دي.
روسيه غواړي چي پر سوريې باندي پر نورو تجهيزاتو سربيره جنګي الوتکي او زرهدار نقليه وسيلي وپلوري او په اوسني وخت کي د ليري واټن ويشتونکو توغنديو د سوداګرۍ په هکله سره خبري کوي.
څو کاله د مخه روسيې او ايران د توغندۍ دفاعي سيستمونو د رانيولو يو موافقه لاس ليک کړي وه، خو تر اوسه پوري دغه وسلي ايران ته نه دي استولي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل