1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: په مصر کي د الوتکي د رالوېدو علت تروريستي بريد وو

۱۳۹۴ آبان ۲۶, سه‌شنبه

اوس روسيې هم تائيد کړه چي د مصر پر سينا ټاپو په هوا کي چاودلي الوتکه کي بم ځای پر ځای سوی وو. ولاديمير پوتين ويلي دي چي په سوريه کي به خپلو هوايي بمباريو ته زور ورکړي.

https://p.dw.com/p/1H752
Ägypten Untersuchung nach Absturz russischer Passagiermaschine
انځور: imago/ITAR-TASS

د روسيې امنيتي سرچينو ويلي دي چي په مصر کي د A321 ډوله روسۍ الوتکي د چاودلو علت په الوتکه کي ځای پر ځای سوی بم وو. دغي الوتکي د روان کال د اکتوبر مياشتي پر ۳۱ نېټه له شرم الشېخ څخه د روسيې د سنت پترزبورگ پر لور پرواز کړی وو چي د سينا ټاپو په فضا کي وچاودله. په الوتکه کي ۲۲۴ مسافر ووژل سول.

د روسيې د فدرالي امنيتي ادارې مشر الکساندر بورتنيکوف، په مسکو کي انترفکس خبري آژنس ته ويلي دي، د دوی څېړني ښيي چي په الوتکه کي بم ځای پر ځای سوی وو. هغه ويلي دي، په کور کي جوړسوي دغه بم کي تر ۱،۵ کيلو گرامه TNT مواد کار سوي ول: «سړی ويلای سي چي دا يو تروريستي بريد وو.»

تر دې دمخه ويل کېده چي الوتکه له مځکي سره تر ټکر دمخه په هوا کي ټوټه ټوټه سوې ده. د امريکا او بريتانيا امنيتي سرچينو تيره اوونۍ ويلي ول چي داسي نخښي نښانې ئې تر لاسه کړي دي چي ښيي افراطي ډلي «اسلامي دولت» په دغه پېښه کي لاس لاره.

د تيري چهار شنبې په ورځ افراطي ډلي «اسلامي دولت» د دغي الوتکي د سقوط مسئوليت ومانه او وئې ويل چي په يوه مناسب وخت کي به نړۍ ته دا وښيي چي څرنگه ئې دغه يرغل کړی دئ.

تر دغي پيښي وروسته د مصر جمهور رئيس عبدالفتاح السيسي «اسلامي دولت» ډله، عربانو او لوېديځوالو ته ستر گواښ وبلله او غوښتنه ئې وکړه چي له دغي ډلي سره د مبارزې له پاره تلاښونه گړندي سي.

پوتن غواړي غچ واخلي

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين له بورتنيکوف سره په ملاقات کي ويلي دي چي غچ به واخلي. هغه ويلي دي: «روسيه به د خپل ځان د دفاع حق عملي کړي.»

پوتين اعلان کړی دئ، چي په سوريه کي به پر داعش باندي خپلو هوايي يرغلونه ته زور ورکړي.