روسيه په دوو-درو ورځو کي له سوريې ځواکونه باسي
۱۳۹۴ اسفند ۲۷, پنجشنبهد روسيې د هوايي ځواکونو قوماندان ويکتور بوندارف، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۱۷مه) د روسيې له «کمسمولسکايه پراودا» ورځپاني سره په مرکه کي ويلي دي چي په دوو- درو ورځو کي به په مکمله توگه د خپلو ځواکونو ډېره برخه له سوريې څخه راوباسي.
دا په داسي حال کي ده چي په منځني ختيځ کي د امريکايي ځواکونو وياند د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۱۶مه) اعلان وکړ چي په سوريه کي د روسيې ځواکونو کمښت چندان نه ليدل کيږي.
استيو ورن، د روسيې هدفونه نامعلوم وبلل او ويې ويل: «تر اوسه پوري له سوريې څخه د روسي ځواکونو د پام وړ وتلو شاهدان نه يوو.»
هغه زياته کړه چي له سوريې څخه د روسيې ډېر لږ ځواکونه وتلي دي. دا په داسي حال کي ده چي د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين د دوشنبې په ماښام له سوريې څخه د خپلو زياتو ځواکونو د راايستلو لارښوونه وکړه.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي، د امريکايي ځواکونو وياند ورن، ويلي دي چي د موجودو نخښو نښانو له مخي «تر اوسه پوري د روسيې يوازي لس الوتکي له سوريې څخه وتلي دي.»
روسيې پنځه مياشتي مخکي د سوريې په کړکېچ کي پوځي مداخله وکړه او په دغه هيواد کي ئې هوايي بريدونه پيل کړل. روسيې سوريې ته تر څلور زره زيات توپچي ځواک، ټانکونه او پوځيان او ۳۰ څرخۍ الوتکي لېږلي دي.
د ولاديمير پوتين له دې لارښووني سره داسي انگرېل کیږي چي گويا د روسيې او سوريې د مشرانو ترمنځ دي اختلاف پيدا سوی وي، خو سوريې د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي دي چي له هيواده ئې د روسيې ځواکونو د وتلو هرکلی کوي.