1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: په افغانستان کي عمليات نه کوو، خو وسلې ورکوو

۱۳۹۴ آبان ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف ويلي دي چي هيواد به ئې په افغانستان کي د افراطيانو پرضد عمليات ونه کړي، خو افغانستان ته به وسلې ورکړي.

https://p.dw.com/p/1H3nH
انځور: picture-alliance/dpa/ ITAR-TASS

کابلوف له «پروفيل» يا مشخصات مجلې سره په مرکه کي ويلي دي چي روسيه اوسه افغانستان ته د درو جنگي Ми-35 ډوله څرخۍ الوتکو د ورکړي پر قرارداد باندي کار کوي.

هغه ويلي دي چي روسيه دغه راز تيار دی چي په نژدې راتلونکې کي ۱۰ زره کلاښنيکوفونه افغانستان ته ورکړي. کابلوف زياته کړې ده: «د بېلابېلو وسلو او هوايي تخنيک پر يوه ستر ليست باندي خبري رواني دي. اوس به موږ افغانانو ته ۱۰ زره کلاښنيکوفونه ورکوو.»

هغه ويلي دي چي افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پوځي برخه کي له رسيې څخه د مرستي غوښتنه کړې وه. غني دغه غوښتنه د روسيې په اوفا ښار کي د شانگهای د همکاريو سازمان د غونډي په څنډو کي د روسيې له جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره د ليدني کتني پر مهال کړې وه.

روسيه به په افغانستان کي هوايي يرغلونه وکاندي؟

ضمير کابلوف هغه احتمال رد کړ چي گويا روسيه به په افغانستان کي هم د داعش پرضد داسي هوايي يرغلونه وکاندي لکه په سوريه کي.

هغه ويلي دي: «روسيه به په افغانستان کي هوايي يرغلونه ونه کاندي. افغانستان اوس د کورني جنگ په يوه سخت پړاو کي دئ، ځکه نو لومړی بايد د دغه هيواد له حکومت سره پوځي مرستي وسي.»

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين ځانگړي استازي زياته کړې ده: «په افغانستان کي درې ستونزي سته: کمزوری حکومت، کمزوری امنيتي ځواک ـ امریکايانو ته ښه راغلی او د اقتصاد نه شتون. او دغه راز بيا امريکايانو ته ستر ښه راغلی.»

هغه ويلي دي چي په افغانستان کي اوس يوازي يوه څانگه ښه کار کوي چي هغه د مخدرو موادو صنعت دئ، نور ټول له کاره لوېدلي دي: «کله چي په افغانستان کي ۱۵۰۰۰۰ دباندني عسکر ول د دغه هيواد اقتصاد رشد کاوه، خو کله چي ځواکونه ووتل هرڅه له خاورو سره خاوري سول.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب