1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه په افغانستان کي د نيول سوي روسي وگړي په اړه معلومات غواړي

نجيب الله زیارمل/ انترفکس۱۳۹۲ اسفند ۲۳, جمعه

روسيه له امريکا متحده ايالاتو څخه د هغه روسي وگړي په اړه ډېر معلومات غواړي چي په افغانستان کي د طالبانو په بغل کي جنگېدی او امريکايي ځواکونو نيولی دی.

https://p.dw.com/p/1BPbB
انځور: Fotolia/Oleg Zabielin

مسکو له واشنگټن څخه د هغه روسي وگړي په اړه چي په ۲۰۰۹ کال کي په افغانستان کي نيول سوی دی د بشپړه رسمي معلوماتو د ورکولو په تمه دی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو ادارې مسئول کنستانتين دولگوف، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۱۳) په مسکو کي وويل: «تر اوسه پوري له امريکايي اړخه موږ ته معلومات نه دي راکړل سوي. په کابل کي د روسيې سفارت تلاښ چي د بگرام په زندان کي له ايريک حاميدولین، سره وويني هم کومه نتيجه ورکړې نه ده.»

هغه زیاته کړې ده: «د روسيې استازو ته د بگرام زندان ته د ورتگ اجازه ورکړل سوې وه، خو له يوه روسي وگړي سره د هغوی ليدنه کتنه په دې خاطر ترسره نه سوه، چي گويا هغه روسی وگړی نه غواړي چي له روسانو سره وويني.»

دولگوف ويلي دي، «د امريکايانو له اړخه په راکړل سوو معلوماتو کي ويل سوي دي چي دغه روسی وگړی په ۲۰۰۹ مېلادي کال کي د افغانستان په خوست ولايت کي د ائتلافي ځواکونو له خوا نيول سوی دی.»

د بگرام زندان
د بگرام زندانانځور: MASSOUD HOSSAINI/AFP/Getty Images

روسيې ته د امريکايي ځواکونو له خوا په معلوماتو کي ويل سوي دي چي دغه وگړي په افغانستان کي د غير قانوني وسلي گرځولو په تور نيول سوی دی. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي حاميدولين، په بگرام زندان کي بندي دی.

د دې ترمخه «واشنگټن پوست» ورځپاڼي لیکلي ول چي په واشنگټن کي اوس پر دې باندي فکر کيږي چي دغه روسی وگړی چي په افغانستان کي د طالبانو په بغل کي د امريکايانو پرضد جنگېدی يوې پوځي امريکايي محکمې ته ور وړاندي کړي.

د روسيې د معلوماتو له مخه دغه روسی وگړی چي پر افغانستان باندي د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پرمهال (۱۹۸۹-۱۹۷۹) د سره لښکر په چوکاټ افغانستان ته لېږل سوی وو هلته يې پناه اخيستې وه او په ۲۰۰۱ کال کي يې د سپتمبر د ۱۱ تر پيښو وروسته يې د امريکايانو پرضد په افغانستان کي مبارزه پيل کړې وه.

پر دغه روسي وگړي باندي تور لگول سوی دی چي په ۲۰۰۹ مېلادي کال کي يې څو واري پر امريکايي عسکرو يرغلونه کړي دي چي په ترڅ کي يې يو شمېر امريکايي عسکر ټپيان سوي او وژل سوي دي.

ويل کيږي چي په همدغه کال کي بيا دی پخپله پر يوې سرحدي پوستې باندي په بريد کي ټپي او ونيول سو.