1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه په افغانستان کي خپل حضور پراخوي

۱۳۹۰ خرداد ۲۸, شنبه

افغانستان ته د روسيې سفير، اندری اويتيسيان، وايي چي د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي په وروستيو شلو کلونو کي اوس تر ټولو ښه حالت ته رسيدلي. دغه هيواد غواړي په افغانستان کي خپل حضور پياوړی کړي.

https://p.dw.com/p/11dXy
افغان ولسمشر حامد کرزی او د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين
افغان ولسمشر حامد کرزی او د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتينانځور: AP

که څه هم روسيې افغانستان ته د ناټو په چوکاټ کي د ځواکونو د استولو څخه ډده کړې خو بيا هم دغه هيواد غواړي چي په افغانستان کي خپل نفوذ ډيرکړي. ځکه چي روسيه د منځنۍ اسيا هيوادونه د خپل د سياسي نفوذ حق بلي.

اندري اويتيسيان د رويترز سره په مرکه کي ويلي چي دی غواړي د افغانستان او روسيې اړيکي لا هم پسي پياوړي سي.

«زه فکر کوم چي د روسيې او افغانستان ترمنځ اړيکي په وروستيو شلو کلونو کي اوس تر ټولو ښه حالت کي دي. هيله لرم چي دغه اړيکي لا په سي ښې او پراخي سي.»

په دې وروستيو کي روسيې په افغانستان کي ځيني لويي پروژې په لاره اچولي. د افغانستان او روسيي تر منځ د اړيکو د لا پراخويدو په موخه، د افغانستان د ماليي وزير، عمر زاخيلوال، په يو 12 ورځيني سفر ماسکو ته رسيدلی.

زاخيلوال به په دغه سفر کي د روسيې د ولسمشر، ديميتري ميدويديف، او نورو لوړپوړو روسي چارواکو سره وګوري.

زاخيلوال په داسي حال کي روسيې ته رسيدلی چي تير کال دغه هيواد افغانستان ته خپله 12 ميليارده ډالره قرضه معاف کړه.

ولسمشر کرزي هم په روانه اونۍ کي د شانګهای په غونډه کي د روسيې د ولسمشر، ديميري ميدويديف، سره کتنه وکړه. کرزي د روسيې او افغانستان ترمنځ د يوه امضا سوي قرارداد ستاينه وکړه او ويې ويل چي، د دغه قرارداد په ترڅ کي به د دواړو هيوادونو تر منځ سوداکريزي اړيکي لا پراخي سي.

افغانستان ته د روسيې سفير، اندري اويتيسيان، وايي، که افغانستان آباد وي او خلګ يې کار ولري، دغه هيواد به روسيې ته کم خطر مخامخ نه کړي.

روسي سفير زياته کړه چي هيواد يي، ځکه غواړي په افغانستان امنيت او سوله راسي، چي د ده په وينا، روسيه غواړي د افغانستان لخوا د اوسنيو رامنځ ته سويو دوو لويو خطرونو څخه چي تروريزم او مخدره توکي دي په امان کي پاته سي.

د اويتيسيان په حواله روسيه غواړي چي په افغانستان کي ارزانه کورونه جوړ کړي. دغه هيواد په پلان کي لري چي هر کال د يو ميليون متر مربع ځمکي په مساحت کي کورونه جوړ کړي. دغه پروژه به لومړی په پلازمېنه کابل کي پيل سي او وروسته به د افغانستان نورو ولايتونو ته وغځول سي.

روسيه همدا راز غواړي چي د افغانستان په بنسټيزو پرو‎ژو لکه د اوبو او کاز په پروژو کي برخه واخلي. دغه هيواد خودې ته هم ليوال دی چي، د ترکمنستان څخه هند ته د ګاز پايپ لاين د افغانستان له لاري وغځول سي.

اندري اويتيسيان وايي چي، روسيه به په افغانستان کي بيا هيڅ کله په پوځي توګه مداخله و نه کړي خو په نورو برخو کي اماده ده چي له دغه هيواد سره مرستي وکړي.

په افغانستان کي د روسيې سفير د امنيت د انتقال پر پروسې نيوکي کړي. د ده په وينا تر 2014 کال پوري په افغانستان کي د يو پياوړي پوځ جوړل ستونزمن کار دی.

روسی سفير وايي چي د دغه کار له پاره لږ تر لږه پنځه کاله وخت په کار دی.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل